Language

د ننګرهار خوګياڼو کې يوه تن خپل ورور او دوه ورېرونه وژلي

 

جلال اباد (پژواک ٦ تله ٩٢): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې يوه کس خپل ورور او دوه ورېرونه پر ډزو وژلي، بلخوا په اروزګان ولايت کې پر ملکي موټر د ماين چاودنې دوه تنه ووژل.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د خوګياڼو ولسوالۍ د کوزبيار د دهګانو په سيمه کې يوه سړي خپل ورور او دوه ورېرونه وژلي دي.

هغه زياته کړه، چې د سلام په نوم يو کس تر لفظي شخړې وروسته پر خپل ورور او ورېرونو ډزې وکړې.

نوموړى وايي، چې قاتل له سيمې په تېښته بريالى شوى خو د امنيتي ځواکونو له لوري يې د نيولو هڅې روانې دي.

د سيمې يو اوسېدونکى مسافر وايي، چې د يادو دواړو وروڼو تر منځ له دې پخوا هم ګڼې شخړې د کورنۍ او نورو مسايلو پر سر راپورته شوې وې، چې تېره شپه يې لومړى لفظي شخړه کړې او ورپسې يې پر خپل ورور ډزې کړې دي.

دى وايي، چې د ياد کس پر ډزو د هغه ورور نسيم، د نسيم دوه زامن وژل شوي او يوه لور يې ټپي شوې ده.

د مسافر په خبره، چې نسيم ښوونکى او زامن يې دواړه زده کوونکي وو.

د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک ته وويل، ټپي شوې ماشومه لومړى دوى ته ور وړل شوې وه او روغتيايي حالت يې ښه و.

د يوه بل خبر له مخې، د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې پر ملکي موټر د ماين چاودنې دوه عام وکړي وژلي دي.

دا پېښه د خاص اروزګان د سرتنګي په سيمه کې نن سهار شاوخوا نهه بجې هغه مهال رامنځته وشوه، کله چې د ملکي خلکو يوه ټونس موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و.

د اروزګان د امنيې قوماندانۍ وياند فريد عايل وايي، چې په يوه ټونس موټر کې دوه ملکي کسان سپاره وو، چې د وسله والو طالبانو له لوري د يوه خښ شوي ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.