جلال اباد (پژواک ٢٦ تله٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د ختيځو ولايتونو ولايتي شوراګانو د کانديدانو په نوم ليکنه کې د ښځو ونډه کمرنګه ده.
دوى وايي، چې تر اوسه په څلورو ختيځو ولايتونو کې ٩٢ کسانو نوم ليکنه کړې چې يواځې لس تنه يې ښځې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ختيځه سيمه کې ٢٣٩ کسانو معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي، دا په داسې حال کې ده چې د نوماندانو د نوم ليکنې وروستۍ نېټه د تلې ١٤مه ټاکل شوې ده.
د ننګرهار د ټاکنو د ولايتي کمېسيون رييس اخترمحمد اجمل د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر ننه پورې په ننګرهار کې د ولايتي شورا لپاره ٤٠ کسانو رسمي نوم ليکنه کړې ده، چې يواځې درې يې ښځې دي.
نوموړى زياتوي، چې په يادو کسانو کې د ولايتي شورا پخواني غړي هم شامل دي خو اوس يې نومونه نه شي اخيستى.
هغه وايي: ((تر دې دمه ١١٨ کسانو چې اوه يې ښځينه دي، معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي.))
د نوموړي په وينا، د تلې تر ١٤مې نېتې وروستۍ نېټه ټاکل شوې او ښايي د نوماندانو شمېر څو برابره زيات شي.
اخترمحمد اجمل زياتوي، چې تر دې دمه د نوماندانو په نوم ليکنه کې هېڅ ډول ستونزه نه لري.
د لغمان ولايت د ټاکنو د ولايتي کمېسيون سرپرست رييس ډاکټر نوراحمد پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه د دغه ولايت د ولايتي شورا لپاره ١٧ کسانو نوم ليکنه کړې چې دوه يې ښځينه دي.
دى وايي، چې تر دې مهاله ٥٩ کسانو معلوماتي بستې ترلاسه کړې او لا هم يو شمېر کسانو معلوماتي بستې ترلاسه کوي او نوم ليکنه جريان لري.
د کونړ د ټاکنو د ولايتي کمېسيون رييس شاه جهان سرداري هم پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه پورې په ياد ولايت کې ٤٢ کسانو معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي.
دى وايي، تر نن ورځې ١٥ نوماندانو رسمي فورمې ترلاسه کړې او ځانونه يې نوماند کړي چې په کې دوه تنه ښځينه دي.
د شاه جهان په وينا، په يادو نوماندانو کې د ولايتي شورا پخواني غړي هم شامل دي.
بلخوا د نورستان د ټاکنو د ولايتي کمېسيون مشر مولوي عزت الله پژواک ته وويل، چې تر دې مهاله يې هغه کارمندان چې د ولايتي شورا لپاره رسمي نوم ليکنه کوي، نه دي راغلي.
هغه زياته کړه، په دغه ولايت کې تر اوسه ٢٠ کسانو معلوماتي بستې ترلاسه کړې چې په کې درې يې ښځينه دي.
مولوي عزت زياته کړه: ((له يوې خوا لاره بنده ده او بله دا چې زموږ کارمندان پاتې دي.))
د نورستان د والي وياند محمد ظاهر بهاند پژواک ته وويل، چې تر اوسه پورې په نورستان کې ١٨ کسانو د ولايتي شورا لپاره نوم ليکنه کړې چې درې يې ښځينه دي.
نوموړى وايي، چې له مرکزه هېڅوک نه دي راغلي تر څو د يادو نوماندانو فورمې رسمي قيد کړي.
ده زياته کړه: ((کومو کسانو چې نوم ليکنه کړې، بې سرنوشته دي، ځکه بايد رسمي کارمندان چې نوم ليکنه کوي، هغه راشي او فورمې قيد کړي.))
بهاند د ټاکنو پر کمېسيون غږ کوي چې د يادې ستونزې د حل په موخه دې جدي اقدامات وکړي.
بلخوا د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمن پژواک ته وويل، يو شمېر هغه کسان چې غواړي ځانونه د راتلونکو ټاکنو لپاره نوماند کړي د لارې د بندښت له امله له نورستانه د باندې پاتې شوي دي.
دى وايي، که چېرې لاره خلاصه شي نو ډېر ژر به ګڼ شمېر کسان د ولايتي شورا د ټاکنو لپاره ځانونه نوماند کړي.
ياده دې وي، د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د نوماندانانو د نوم ليکنې لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د تلې ١٤مه وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP