غزني ښار (پژواک ٦ تله ٩٢): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنې ١٢ عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ده يک امنيه قوماندان فيض محمد توفان د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار اوه نيمې بجې د ولسوالۍ د رباط په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې چاودنه د ملکي وګړو پر هغه ټونس موټر شوې، چې له ولسوالۍ د غزني ښار ته پر لاره و.
توفان وويل، چې په دې چاودنه کې درې عام وګړي وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ٩ نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند شفق ننګ د چاودنې د پخلي تر څنګ پژواک ته وويل، چې ماين د وسله والو طالبانو له خوا اېښودل شوى و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه ټپيان ور وړل شوي، چې د دوو يې حالت ښه نه دى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ماين چاودنو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.