Language

په کونړ کې ٩ مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

اسعد اباد (پژواک ٦ تله ٩٢): د کونړ په چپه دره او مروره ولسواليو کې د نښتو پر مهال نهو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د تلې په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو په چپه دره ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو، چې د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې دوه قوماندانان هر يو عبدالرحمن او جعفر وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

دغه راز امنيه قوماندان وايي، چې په مروره ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې دوه تنه سيمه ييزو پوليس ټپي شوي دي.

طالب وياند ذبيح مجاهد  بيا د خپل لوري مرګ ژوبله ردوي او زياتوي، چې په دې نښتو کې ١٥ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يو بل خبر له مخې، د کونړ ولايت د مرکز اسعد اباد ښار اړوند د نواباد په سيمه کې يو سيمه ييز ډاکټر وژل شوى دى.

والي وايي، چې دغه ډاکټر د ٠٤ امنيتي قطعې پر ډزو هغه مهال ووژل شو، چې له دغه کلي څخه پر يادې قطعې ډزې وشوې چې له امله يې يو سرتېرى ووژل شو.

د يوه بل خبر له مخې وسلوالو مخالفينو له بهرنيانو سره کارکوونکي د يوه افغان د تښتولو هڅه کړې ده.

دا پېښه د کونړ ولايت د مرکز اسعد اباد ښار او جلال اباد ترمنځ د څوکۍ ولسوالۍ اړونده سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خېل وايي، چې مخ پټو وسلوالو په ياده سيمه کې د خالد احمد په نامه د هغه تن د تښتولو هڅه کوله، چې د بهرنيو ځواکونو لوجستيکې کمپنۍ سره يې دنده ترسره کوله.

هغه زياته کړه، چې خالد له وسلوالو څخه په تېښته بريالى شوى او په پېښه کې چاته زيان نه دى اوښتى.

خالد احمد چې له بګرام څخه مرکزي، ختيځ او سويل ختيځو ولايتونو کې مېشتو امريکايي ځواکونو ته اکمالات کوونکې اداره کې دنده ترسره کوي، پژواک اژانس ته وويل چې دى له کونړ څخه د جلال اباد په لوري روان و، چې له يادې پېښې سره مخامخ شو.

هغه زياتوي چې څوکۍ ولسوالۍ کې په يوه هوټل کې يې د غرمۍ ډوډۍ خوړله، څو تنو مخ پټو وسلوالو د ده د تښتولو هڅه وکړه.

خو خالد وويل چې دى پر هغوى پوى شو، خپله ډوډۍ يې پرېښوده او له هغوى څخه په تېښته بريالى شو.

نوموړى چې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى دى، زياتوي چې تر هغې مخکې او وروسته وسلوالو څو وارې ورته بهرنيانو ته د جاسوسۍ په تور د مرګ ګواښونه کړي او ورته يې ويلي وو، چې له بهرنيانو سره دنده پرېږدي.

ديادونې وړ ده چې تر دې مخکې په کونړ ولايت کې ددولتي او غير دولتي ادارو ګڼ شمېر کارکوونکي وژل شوي او يا هم تښتول شوي دي.

Related Topics