Language

بي بي زهرا: نارينه مې د کارونو پر وړاندې لوى خنډ دي

لښكرګاه (پژواك ٧ تله ۹۲) : د هلمند د جګړو ځپلې او نا امنې ولسوالۍ سنګين د ټولنيزې شورا يواځېنۍ ښځينه غړې بي بي زهرا وايي، چې که څه هم د شورا نارينه غړي يې د کار مخه نيسي، خو دې د خپل ولس او په ځانګړې توګه د مېرمنو خدمت ته ملا تړلې ده.

شاوخوا ٥٠ کلنه بي بي زهرا د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا په ٤١ غړو کې يواځېنۍ ښځينه غړې ده، د دې تر څنګ نوموړې سيمه ييز پوليس هم لري او کله نا کله د جګړې لومړۍ کرښو کې هم ليدل کېږي.

بي بي زهرا په سنګين ولسوالۍ كې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د خپل ولس او په ځانګړې توګه د مېرمنو د خدمت لپاره يې ملا تړلې ده.

هغې زياته کړه، چې خپل فعاليت او زړورتيا پر نارينه و نه وركوي.

دې وويل: ((زه چې كوم نارينه پېژنم تر ډېره د شخصي ګټو لپاره كار كوي، د ولس غم ورسره نشته، خو ماتر دې مهاله داسې كوم كار نه دى كړى چې د ولس حق په كې تر پښو لاندې شوى وي.))

بي بي زهرا وايي، په سنګين ولسوالۍ كې د ځايې دود له مخې ښځي نه شي كولى چې له كوره بهر راووځي، خو زياتوي چې د مېرمنو فعاليت لپاره يې دغه دود مات کړى او هڅې يې پيل كړې دي.

هغې زياته کړه: ((همدغه د ټولنيزې شورا ځيني نارينه غړي زما مخالفت کوي.))

دې وويل، چې له يو لوري د وسله والو طالبانو له خوا پر مرګ ګواښل كېږي او بلخوا يې د ټولينزې شورا غړي د فعاليتونو مخه نيسي.

د سنګين د ټولنيزې شورا دغه ښځينه غړې وايي، چې كه څه هم په سنګين كې څوك خپلې مېرمنې نه پرېږدي چې له كوره بهر په پروګرامونو او فعاليتونو كې برخه واخلي خو په دې وروستيو كې په يو شمېر وړو پروژو کې ځينو ښځو کارونه پيل کړي دي.

نوموړې زياته کړه: ((د همدې كار د مخنيوي لپاره د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا يو شمېر غړو ولسوالۍ په انګړ كې تر سوكانو او لغتو لاندې ونيولم او وې ډبولم.))

 بي بي زهرا وايي، چې د خپل قوم خلك يې ملاټر كوي خو وسله والو طالبانو يې د ټيلېفون شمېره پيدا كړې او د مرګ د ګواښلو تر څنګ بد او رد ورته وايي.

خو دا وايي، چې له مرګه نه وېريږي: ((ټوپک لرم، ډز کولى شم، د ژوند تر پايه به خپلو فعاليتونو او خدمتونو ته ادامه ورکوم او ښځو ته به د هغو حقوق ګټم.))

بي بي زهرا چې د سنګين ولسوالۍ د چهاري سيمې اوسېدونکې ده وايي، چې ١٥ سيمه ييز پوليس هم لري او تر اوسه يې درې پوليس وژل شوي او پاتې کسان يې د خپلې سيمې د امنيت په ساتلو کې بوخت دي.

زهرا وايي، چې کورنۍ يې ١٨ غړي لري، خو يو زوى يې څو ورځې وړاندې د ماين په چاودنه كې ووژل شو، د کورنۍ اقتصاد يې هم ښه نه دى.

نوموړې زياته کړه، سنګين ولسوالۍ ته تر اوسه داسې دولتي مسوولين نه دي راغلي چې د خلكو تر منځ د ستونزو د حل كولو لپاره لاس په كار شي.

د زهرا په وينا، په ياده ولسوالۍ كې دوه لوى قومونه اسحاقزي او الكوزي مېشت دي چې دولت يواځې الكوزي په دوستۍ نيولي دي.

هغې وويل، چې د رسنيو له لارې له مرکزي دولت څخه د دې ولسوالۍ د ستونزو د هواري غوښتنه کوي.

دې وويل، امنيت او اقتصاد د سنګين ولسوالۍ لپاره ډېر مهم دي، كه دولت د سنګين د ستونزو په حل كولو كې كوټلي ګامونه پورته كړي د هلمند په كچه به امنيت مثبت بدلون وكړي خو كه يې له پامه وغورځوي ستونزې به يو پر دوه شي.

Related Topics