جلال اباد (پژواک ٧ تله ٩٢): د جلال اباد ښار د تبليغي مرکز ته راغلو تبليغيانو دوه قاتلين د يوه تن تر وژلو وروسته په وهلو ټکولو ووژل.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د تلې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د تبليغيانو په مرکز کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دغه مرکز کې د تبليغيانو کلنۍ غونډه پيل شوې او سلګونه کسان په کې د ګډون لپاره راغلي دي.
دى وايي، چې تېره شپه شاوخوا لس بجې ياد مرکز ته دوه وسله وال ورغلي او پر يوه تن يې ډزې کړې او وژلى يې دى.
د عبدالزي په وينا، پر دې مهال ګډوډي جوړه شوې او د بريد کوونکو پر ډزو درې نور تبليغيان ټپيان شوي هم دي.
د والي وياند وويل، چې وروسته نورو تبليغيان وسله وال بريد کوونکي نيولي او په وهلو ټکولو يې وژلي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
نوموړى وايي، تر اوسه نه ده معلومه شوې، چې قاتلين او مقتولين څوک دي.
د ننګرهار د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې دوى ته درى ټپيان ور وړل شوي او حالت يې ښه دى.