Language

د يوه طالب ولسوال په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي

کابل-غزني ښار (پژواک ۷ تله ۹۲) چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال تېره شپه د ګډون ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوى دى.

د ميدان وردګو ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نرخ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي حنان د ګډو ځواکونو عملياتو په ترڅ کې تېره شپه د نرخ په چغره سيمه کې وژل شوى دى.

د يو بل خبر له مخې، په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي، چې د دغه ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې يې له تېرې يوې اونۍ راهيسې عمليات پيل کړي دي.

هغه زياتوي، په عملياتو کې له ملي اردو سره پوليس هم ملتيا کوي او تر دې مهاله يې څلور وسله وال وژلي او يوولس نور ټپيان دي.

 د سلطاني په وينا، چې تر دې مهاله امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى او زياتوي چې عمليات به تر هغو روان وي څو مخالفين له سيمې ورک شوي نه وي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو زياتوي چې د غزني د خوګياڼو ولسوالۍ د دوى تر محاصرې لاندې ده او ملګرو ته يې کوم زيان نه دى رسېدلى.