جلال اباد (پژواک ٧ تله ٩٢): په ننګرهار کې غالۍ اوبدونکي د برېښنا له نه شتونه شکايت کوي او وايي که چېرې ورته دولتي برېښنا ورکړل شي نو د دوى توليد به په څو چنده زيات شي.
د غالۍ اوبدلو صنعت د هېواد په شمالي ولايتونو کې کلونه مخينه لري خو په دې وروستيو کې د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې هم ياد صنعت وده کړې ده.
د ننګرهار د غالۍ اوبدونکو ټولنې مرستيال محمد هلال د تلې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې له تېرو لسو کلونو را په دېخوا د غالۍ اوبدلو فابريکې جوړې شوې چې هر کال سلګونه متره غالۍ توليدوي.
دى وايي، چې تر دې مهاله په ننګرهار کې د غالۍ اوبدلو لس فابريکې موجودې دي چې ١٥٠٠ کسان په کې پر دندو بوخت دي.
ده زياته کړه: ((تقريباَ ٧٠٠ کارګر په کې يواځې ښځې دي چې ډېرى يې په خپلو کورونو کې په کار بوختې دي.))
د هلال په وينا، دا چې په ننګرهار کې د غالۍ اوبدلو صنعت ډېر په چټکۍ سره روان دى خو د برېښنا ستونزه هغه څۀ ده چې د دوى د چارو د ښه پرمختګ پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.
دى زياتوي، چې پخوا به يې غالۍ د بياتي کولو او مينځلو لپاره پېښور ته وړې خو اوس دغه اسانتيا دلته برابره شوې او ټولې غالۍ په ننګرهار کې مينځل او بياتي کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((که چېرې صنعتي پارکونه جوړ شي او د برېښنا سيستم په کې برابر شي نو مشکل به هوار شي.))
هلال وايي، چې د يادو لسو فابريکو کلني عوايد شاوخوا ٢٠ ميليونه ډالرو ته رسېږي، خو که چېرې د صنعتي پارکونو او برېښنا سيستم ورته جوړ شي نو دوى کولى شي چې ياد عوايد نور هم لوړ کړي.
غالۍ اوبدونکى قرارالدين پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د غالۍ اوبدلو چارې ورځ تر بلې مخ په ښې کېدو روانې دي.
دى وايي، د دوى د غاليو کيفيت ښه دى او تر ټولو ستره ستونزه چې لري يې هغه د برېښنا ده، که چېرې د برېښنا ستونزه هواره شي نو د غاليو کيفيت به نور هم ښه شي او قيمت به يې ټيټ وي.
هغه زياته کړه: ((تر دې وړاندې د ننګرهار غالۍ په بهر کې د نورو هېوادونو په نامه پلورل کېدې؛ خو موږ بهرنيو هېوادونو ته سفرونه وکړل او هلته مو نندارتونونه جوړ کړل.))
دى له دولته غوښتنه کوي، چې له دوى سره دې د کورنيو غاليو د توليد په پياوړتياو کې مرسته وکړي.
د قرارالدين په خبره، که چېرې دوى ته په صنعتي پارکونو کې ځايونه ورکړل شي او برېښنا هم ورکړل شي نو بيا به د خامو موادو اړتيا له نورو هېوادونو څخه نه وي.
ده وويل: ((موږ خو اوس خام مواد له بهره راوړو، خو که زمينه برابره شي نو ماشينونه به همدلته ولګوو او خام مواد به توليد کړو.))
په ننګرهار کې د ساحل د وړيو او غالۍ اوبدلو فابريکې مشره شريفه احمدزۍ وايي، چې لسګونه ښځې ورسره په فابريکه کې پر کار بوختې دي.
نوموړې وايي: ((زموږ کاروبار هغه وخت غټېدلى شي کله چې صنعتي پارکونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.))
نوموړې وايي، چې تېر کال يې غاليو په دوبۍ کې لومړى مقام هم ترلاسه کړ او اوس مهال د ننګرهار غالۍ دوبۍ، چين، امريکا، پاکستان، جرمني او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو ته صادريږي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستيال اجمل شمس پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار د غالۍ اوبدلو صنعت له نورو ټولو صنعتونو په چټکۍ مخ پر وده روان دى خو که چېرې ورته د برېښنا زمينه برابره شي نو لرې نه ده چې ډېر ژر به دغه صنعت نوره وده هم وکړي.
نوموړى وايي: ((په ننګرهار کې هر کال ٦٠٠٠ متره غالۍ توليديږي چې د برېښنا له نه شتون سره سره دا ډېر لوى رقم دى.))
د ده په خبره، که چېرې د برېښنا ستونزه هواره شي نو هر کاله به په ننګرهار کې ٥٠ زره متره غالۍ توليد شي.
دى وايي، چې له تېرو څو کلونو راپه دېخوا په دغه ولايت کې د برېښنا د کمښت له امله د ١٢٦ فابريکو له ډلې ٧٠ يې تړل شوې او پاتې ٥٦ له ډېزلي برېښنا ګټه اخلي.
بلخوا د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمان مومند پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې دوى د غوچکو په سب سټېشن کې د ٢٠ مېګاواټه برېښنا په ظرفيت يو ترانسفرمر نصبوي چې له ياد ترانسفرمر څخه به د حصارشاهي صنعتي پارک ته هم برېښنا ورکړل شي.
ده وويل، چې ياد صنعتي ښارګوټي ته د برېښنا په رسېدو سره به ګڼې فابريکې فعالې او د توکو د توليد کچه به لوړه شي.
د برېښنا رييس وايي: ((موږ په هڅه کې يو چې فابريکو ته برېښنا برابره کړو، ځکه د فابريکو له لارې سوداګري پياوړې کېږي.))
ياده دې وي، د غالۍ اوبدلو صنعت د افغانستان له دوديزو صنعتونو څخه دی، چې په هېواد کې کلونه، کلونه مخينه لري، د غالۍ اوبدلو صنعت د هېواد په سوداګرۍ کې له پخوا راهيسې مهم او له ارزښته ډک رول لوبولى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP