لښكرګاه (پژواك ۸ تله ۹۲): د هلمند د سنګين ولسوالۍ د ځينو سيمو کې د يو ډول بوى له امله يې ځايي خلکو په ځانګړې ماشومانو ته ډول ډول ناروغۍ پيداشوې دي.
د سنګين يوه اوسېدونکي احمدخان پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له شپږو مياشتو راهيسې په سيمه کې خلکو ته ډول ډول ناروغۍ پيدا شوې دي.
نوموړى زياتوي، چې په سيمه کې د ماين چاودنو او وسلو د باروتو يو ډول احساسېږي، چې له امله يې خلك په ځانګړې توګه ماشومان په تنفسي، جلدي او رواني ناروغيو اخته شوي دي.
هغه غوښتنه وكړه، چې دولت دې په دې برخه کې كوټلي ګامونه پورته كړي او د ناروغيو د مخنيوي لپاره دې ځانګړي تدابير ونيسي.
د حيات خان په نوم د سنګين يوه بل اوسېدونكي هم وويل، چې د وسلو د استعمال او د ماينونو بې شمېره چاودنو له امله ناوړه بوى خلکو ته ناروغۍ پيدا کړې دي.
ده زياته كړه، د ناروغيو د مخنيوي لپاره په سيمه كې روغتيايي پرسونل نشته او ځايي اوسېدونكي هم د بېوزلۍ او امنيتي ستونزو له امله خپل ناروغان د درملنې په موخه لښكرګاه او نورو سيمو ته نه شي رسولى.
د سيمې يو اوسېدونکى عبدالرووف وايي، چې دوو ماشومانو ته يې سر دردي او زړه تنګي پيدا شوې ده.
هغه زياتوي، دا ناروغۍ ښايي په سيمه کې د يو ډول بد بوى او يا هم ښايي د جګړې د وېرې له امله وي.
د اخترمحمد په نوم يوه سيمه ييز پوليس پژواك اژانس ته وويل، د باروتو تر څنګ په سيمه كې د هغه بې شمېره مړه شوو ځارويو بوى هم خپور دى چې د ماين په چاودنو او د جګړو پر مهال د لوږې او تندې له امله مړه شوي دي.
د نوموړي په وينا، ټوله سيمه د مړه شوو څاريو بوى نيولې، په هره پوله، پټي او كورونو كې پراته دي او د بد بوى له امله يې خلکو ته ناروغۍ پيدا شوې دي.
ده هم غوښتنه وكړه، چې د دې ستونزې د حل لپاره دې دولت ګرځنده روغتيايي ډلې سيمې ته ور ولېږي او تر څنګ دې يې په سيمه كې د طالبانو له لوري خښ كړل شوي ماينونه هم شنډ كړي.
نوموړي وويل، كله چې ماينونه پاك شي او امنيت ټينګ شي بيا د مړه شوو څارويو د پټولو چاره د سيمې اوسېدونكي هم كولى شي.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم هم په دې ولسوالۍ كې د ناروغيو زياتوالى نه ردوي او وايي، چې دوى يې د مخنيوي لپاره سيمې ته روغتيايي ډلې استولې څود دغو ناروغيو د مخنيوي لپاره وړ ګامونه پورته كړي.
والي وويل: ((په دې خبر شوى يم چې د سنګين په ساروان كلا او شاوخوا سيمو كې ناروغۍ ډېرې شوې دي، خو د ناروغيو د مخنيوي لپاره يې يوه ګرځنډه ډله له درملو سره ورلېږلې ده.))
د نوموړي په وينا، جګړې د سنګين چاپېريال اغېزمن کړى، دوى غواړي د چاپېريال ساتنې لپاره هم کار وکړي.
د سنګين ولسوال حبيب الله شملاني هم د خلكو د روغتيايي ستونزو پخلى كوي او وايي، چې د باروتو او مړه شوو څارويو د بوى تر څنګ خپله جګړې هم خلكو ته يو ډول رواني ناروغي پيدا كړې ده.
ده وويل، هڅه كوي د دغو ستونزو په حل كې كوټلي ګامونه پورته كړي.