لښکرګاه (پژواک ٨ تله ٩٢): امنيتي مسوولين وايي، چې د هلمند د نوزاد او ګرشک ولسواليو تر منځ جګړه کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبان د ١٠ سرتېرو د وژلو ادعا کوي.
په هلمند کې د عامه نظم پوليسو د اومې لوا قوماندان سمونوال غلام سخي غفوري د تلې په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو تېره شپه د نوزاد او ګرشک ولسواليو تر منځ د دوى پر پوستو بريدونه پيل کړل.
د ده په وينا، طالبانو غوښتل دغه سيمه او لاره تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د ده په وينا، چې د عامه نظم پوليسو يې پر خلاف د شپې ١٢ بجې جګړه پيل کړه چې د سهار تر لسو بجو روانه وه.
د غفوري په خبره، چې وسله وال يې په شا تمبولي او د ٢٥ بريدګرو مړي د نښتې په سيمه کې پاتې دي.
ده زياته کړه، د جګړې په ترڅ کې لس ميله وسله او يوه اندازه مهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلل.
د ده په خبره، په جګړه کې يو پوليس هم ټپي شوى خو وسله وال له سيمې تښتېدلي دي.
خو طالبانو ادعا کړې، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يې پر امنيتي پوستې د بريد په ترڅ کې ١٠ افغان سرتېري وژلي دي.