Language

لښکرګاه کې د موټربم چاودنې مخه ونيول شوه

لښکرګاه-غزني (پژواک ٨ تله ٩٢): د هلمند ولايت د ملي امنيت پوليسو له چاودېدونکو توکو او وسلو ډک يو موټر کشف او شنډ کړى دى.

د دغه ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا د تلې په ٨مه پژواک  خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو غوښتل دغه ټونس موټر، چې په كې چاودېدونكي توكي ځاى پر ځاى شوي وو، لښكرګاه ښار ته دننه کړي او چاودنه وركړي.

سرچينې زياته کړې، چې ياد موټر موخې له رسېدو مخکې د لښكرګاه اړوند د كندهار-هلمند پر لويه لار د ملي امنيت د کسانو له خوا کشف او شنډ شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه موټربم كې پنځه د ځانمرګو واسكټونه، پنځه كلاشينكوفونه او ۱۹ كړۍ لاسي بمونه ځاى پر ځاى شوي وو.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، له ياد موټربم سره په تړاو يوه کس چې د پېښور اوسېدونکى دى، هم نيول شوى دى.

د يو بل خبر له مخې، تېر ماښام ناوخته يو تن چې غوښتل يې د غزني په پي ار ټې بريد ترسره کړي، د بهرنيو ځواکونو له لوري تر پېژندلو وروسته وژل شوى دى.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک اژانس ته وويل، چې له دغه کس سره تومانچه وه او غوښتل يې چې پي ار ټي ته ننوځي او پر بهرنيو ځواکونو بريد وکړي.

د هغه په وينا، بهرنيو ځواکونو دغه بريدګر پېژندلى و او بيا يې پرې ډزې کړې او وژلى يې دى.

Related Topics