مزارشريف ( پژواک ٩ تله ٩٢ ) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د” شهيد اونۍ” د نمانځنې په وياړ د قران کريم د حسن قرائت سيالي پيل شوه.
دغه سيالي د تلې په ۹مه، په اسديه مدرسه کې پيل شوه، چې د شمال زون له اوو ولايتونو څخه پکې د قران کريم حافظانو برخه ا خيستې وه.
د يادې سيالۍ تنظيمونکی او د اسديې مدرسې مدير مولوي ذبيح الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده سيالۍ کې د قران کريم ۷۰ حافظانو برخه اخيستې، چې ۱۵ تنه يې د پاى پړاو ته ورسېدل.
نوموړي زياته کړه، چې له يادو پنځلس کسانو څخه به دوه کسان د ممتازو قاريانو په توګه غوره کېږي.
د شبرغان ښار اوسېدونکي قاري محمد الله پژواک ته وويل، چې دوه ورځې وړاندې يې په ياده سيالي کې د ګډون په موخه خپل نوم ثبت کړی و.
نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د قرانکريم د قرائت سيالۍ ډېرې کمې تر سره کېږي.
د هغه په وينا، دی خوښ دی، چې قرانکريم يې حفظ کړی او وياړي چې په نننۍ سيالي کې برخه اخلي.
د بلخ د پوهنې رِييس قيس مهرآِئين چې په ياده سيالي کې يې برخه اخيستې وه، وويل، چې د ورته سياليو له لارې په ټولنه کې د اسلامي زده کړو لپاره لاره هوارېږي.