Language

د کونړ د ملي امنيت څارنوال ووژل شو

اسعد اباد ( پژواک ٩ تله ٩٢ ) : د کونړ ولايت د ملي امنيت څارنوال د ماين په يوه چاودنه کې ووژل شو.

ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال ارکان حرب عبدالحبيب سيد خېل د تلې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا اتو بجو د اسعد اباد اړونده د اندرسېر په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ملي امنيت څارنوال ملنګ له کور څخه ددندې پر لوري روان و، چې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

دى وايي ، چې دا چاودنه د وسله والو مخالفينو د ريموټ کنټرول ماين په وسيله شوې ، چې په ترڅ کې يې د څارنوال دوه ساتونکي  ټپيان شوي دي.

سيدخېل وويل ، چې څارنوال هم لومړى ټپي و، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

امنيه قوماندان د څارنوال دساتونکو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics