کابل (پژواک١٠تله٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د ولسمشرۍ کانديدان او د هغوى مرستيالان يواځې د لړم مياشتې تر شلمې کولى شي له خپلې کانديدۍ تېر شي او يا هم د بل کانديد ملاتړ وکړي.
د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياءالحق امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېرو تجربو ته په کتو دا نېټه د ټاکنو د چارو د ښه تنظيم په موخه ټاکل شوې ده.
هغه وايي، د رايې ورکولوپه پاڼه کې به د هغو کسانو انځورونه نه وي، چې د بل کانديد په ګټه تېر شي او يا هم په ټاکنو کې له سيالۍ لاس په سر شي.
نوموړي زياته کړه:” تر ٢٠ د عقرب پورې يوڅوک کولى شي انصراف وکړي، هم معاون او هم رياست جمهورۍ ته چې څوک کانديد وي کولى شي؛ اما تر هغې وروسته څوک انصراف نه شي کولى… دا د دوى مسلم حق دى، چې له يادې نېټې مخکې يا استعفا وکړي او يا له خپلې نوماندۍ تېر شي.”
امرخېل وايي، که د يوه کانديد مرستيال د لړم تر ٢٠مې استعفا وکړي، نو کولى شي بل کس د هغه پر ځاى وټاکي.
د هغه په خبره: “که له يادې نېټې وروسته کوم نوماند يا مرستيال يې، استعفا ورکړي، د هغه استعفا د کمېسيون لپاره کومه معنا نه لري، هغه کانديد دى او که د کوم نوماند مرستيال د لړم له شلمې نېټې وروسته استعفا ورکوي، نوماند کولى شي بل مرستيال وټاکي. البته استعفا ورکوونکى مرستيال د بل چا مرستيال کېداى نه شي. “
نوموړي وويل، د کمېسيون د ځانګړي طرز العمل له مخې، يو کانديد نه شي کولى چې خپل مرستيال استعفا ته اړ او يا ګوښه کړي.
په تېرو ټاکنو کې (١٣٨٨) دا کار نه و شوى، چې له امله يې ځينو رايه ورکوونکو په تېروتنې سره هغو کسانو ته رايه ورکړې وه، چې له خپلې کانديدۍ تېر شوي وو.
دغه راز د ولسمشرۍ په لومړيو ټاکنو کې (١٣٨٣) د ځينو کانديدانو مرستيالانو د ټاکنو په ورځ استعفا ورکړه، چې له امله يې ځينې کانديدان بې برخليکه پاتې شول.
تراوسه دوو کسانو د ملي وفاق ګوند مشر بسم الله شېر او د ملي ايتلاف مشر ډاکتر عبدالله په رسمي توګه ځانونه ولسمشرۍ ته نومولي او په ټول هېواد کې شاوخوا ١٢٠٠ کسانو د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د سيالۍ په موخه نومونه ثبت کړي دي.
د ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو د نوم ليکنې بهير د وږي مياشتې په ٢٥مه پيل کړى او څلور ورځې وروسته (د تلې ١٤مه) پاى ته رسېږي.
د امرخېل په خبره، د ټاکنو کمېسيون د کانديدانو مقدماتي نوملړ د تلې په ٢٧مه اعلانوي او د ارزونې په موخه يې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په واک کې ورکوي، چې تر احتمالي بدلونونو وروسته د ټاکنو کمېسيون د کانديدانو نهايي نوملړ د لړم په ٢٥مه اعلانوي.
امرخېل زياتوي، چې د لړم تر شلمې وروسته، که چېرې د کوم کانديد مرستيال خپل ژوند له لاسه ورکوي، نو د ټاکنو کمېسيون ورته يو څه موده په پام کې نيولې، چې کانديد ځان ته بل مرستيال وټاکي.
بل خوا نن د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ويلي، چې د کانديدانو د نوم ليکنې د بهير تر پاى ته رسېدو وروسته به د دې بهير د شکايتونو او سرغړونو څېړل پيل کړي.
د دې کمېسيون وياند نادر محسني، نن په يوه ناسته کې خبريالانو ته وويل ، چې دوى د شکايتونو څېړلو ته بشپړ چمتووالى لري.
د اساسي قانون له مخې، څوك چې ولسمشرۍ ته كانديدېږي، د يو لړ نورو شرايطو ترڅنګ بايد د محكمې له خوا په بشري ضد جرمونو، د جنايت په ترسره کولو او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوى نه وي.
همداراز د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء مشر وايي، د ټاکنو د نوي قانون او د دې کمېسيون د داخلي لوايحو له مخې، دولتي کارکوونکي بايد د کانديدۍ لپاره له خپلې دندې د استعفا تاييد شوې پاڼه کمېسيون ته يوسي.
په ټاکنو کې د سيالۍ په موخه تراوسه پورې د يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو په ګډون د ملي شورا درېيو غړو حاجي محمد محقق ، عبدالرب رسول سياف او سيد اسحق ګيلاني هم له خپلو دندو استعفا کړې ده.
امرخېل وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د قانون له مخې، د محقق ځاى ناستى په نښه کړى، چې ډېر ژر به يې ولسي جرګې ته وپېژني او د نورو د ځاى ناستې په اړه به هم خپله پرېکړه وکړي.
دى وايي، د قانون له مخې، که د ملي شورا کوم غړى له خپلې دندې استعفا ورکوي او يا وژل کېږي، نو د ټاکنو کمېسيون د اړوند ولايت بل کانديد، چې په تېرو ټاکنو کې يې تر هغه وروسته ډېرې رايې اخيستې وې، د هغه د ځاى ناستي په توګه ټاکي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP