اسعد اباد ( پژواک ١٠ تله ٩٢ ) : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ددفتر (يوناما) د بشري حقوقو د څانګې مشره جورجيټ وايي چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د لېږد په لسيزه کې بايد د ښځو د حقوقو په برخه کې لاسته راوړنې وساتل شي .
نوموړې دغه څرګندونې د تلې په لسمه، کونړ ولايت ته دسفر پر مهال د ولايت په مرکز اسعد اباد کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دې.
هغې زياته کړه، چې ددې سفر پر مهال يې د کونړ والي، امنيه قوماندان د ښځو چارو رياست او د مدني ټولنو له استازو سره وليدل او د بشري حقونو پر وضعيت يې ورسره خبرې وکړې .
جورجيټ وايي، چې ددې خبرو پر مهال يې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې موضوع باندې هم بحث وشو .
ددې په وينا، چې دغه راز يې د ښځو پرحالاتو او دبشري حقونو پر خونديتوب بحثونه وکړل او له دې سربېره يې پرټوليز بشري وضعيت خبرې وکړې .
هغې زياته کړه ، چې د لېږد تر پروسې وروسته افغان دولت او امنيتي ځواکونه دامنيت په برخه کې څومره خدمت کولای شي، په همدې موضوعاتو بحث وشو.
د يوناما د بشري حقوقو مشرې وويل، چې په ټوله کې د افغانستان د ښځو وضعيت په ډير جدي حالت کې دی، په ډيرو سيمو کې ښځې دتاوتريخوالي ښکار دي او دوی لاهم په داسې حالت کې نه دي، چې دچارواکو له لوري قانوني خوندي شي.
هغې زياته کړه : (( موږ د ښځو چارو له رياست او امنيه قوماندانۍ له مسوولينو واوريدل ، چې دښځو دژوند خونديتوب په برخه کې هڅې روانې دي او غواړي چې ثابته کړي چې ښځې دتاوتريخوالي ښکار نه دي او نه په جرمونو کې ښکيلې دي.))
نوموړې وويل ، چې په دې ولايت کې يې د ښځو د حالت په اړه مثبت راپورونه هم ترلاسه کړل، خو اندېښنه يې څرګنده کړه، چې د ښځو په برخه کې دتېرو دوولسو کلونو لاسته راوړنې او ونډه بايد د لېږد تر پروسې وروسته او د ټاکنو په برخه کې خوندي وساتل شي.
هغې د ښځو د حقوقو د خوندي کولو په برخو کې ددولت ترڅنګ د قومي مشرانو او ديني عالمانو رول او هلې ځلې مهمې وبللې.
جورجيټ زياته کړه : (( زموږ دنده د ولسي مرګ ژوبلې په تړاو د راپورونو او معلوماتو راټولول او دامنيت شورا ته د ولسي خلکودخونديتوب په موخه وړاندې کول دي.))
د نوموړې په وينا، له بده مرغه چې د ټول هيواد او په ځانګړې توګه دکونړ په کچه د تېرو شپږو مياشتو په پرتله د ولسي مرګ ژوبلې لوړوالى رامنځته شوى، چې د دوه زره دوولسم زديزکال په پرتله لوړوالى ښيي.
هغې زياته کړه : ((زياتره ولسي مرګ ژوبله ددولت د وسله والو مخالفينو له لوري رامنځته کيږي ، موږ په جنګ کې ښکيلو ټولو غاړو څخه غواړو ، چې له ټولو مهمو لاروچارو څخه کارواخلي، څو د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونيول شي.))