مزارشريف ( پژواک ١٠ تله ٩٢ ) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال او شمال ختيځ زون په کچه د ټاکنو د امنيت د خوندي ساتلو په موخه امنيتي ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې، چې د بلخ ولايت په مقام کې د تلې په ۱۰مه، سهار پيل او تر ماسپښين اوږده شوه، د کورنيو چارو د مرستيال په ګډون د شمال او شمال ختيځ زون امنيتي مسوولينو برخه اخيستې وه.
ناستې ته د رسنيو استازي پرې نه ښودل شول او د بندو دراوزو تر شا د شمال او شمال ختيځ زون د راتلونکو ټاکنو د امنيت په اړه پکې بحث وشو.
خو له ناستې وروسته د کورنيو چارو مرستيال ايوب سالنګي په لنډه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې دغه امنيتي ناسته د راتلونکو ټاکنو لپاره د شمال او شمال ختيځ زون د امنيتي چارو د ارزونې په اړه وه.
نوموړي زياته کړه، چې په شمال او شمال ختيځ زون کې د دغه زون د امنيتي مسوولينو د وړاندې شويو راپورونو له مخې امنيت د ډاډ وړ دی.
د هغه په وينا، د بدخشان په ناامنه ولسوالۍ وردوج او کران ومنجان کې هم دوی هڅه کوي، چې ټاکنې ښې تر سره شي.
خو سالنګي وويل، چې په شمال کې هم د هېواد د نورو څنډو په څېر ځينې امنيتي ستونزې شته، چې دوی يې د حل کولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي زياته کړه، چې په ځينو سيمو کې د ټاکنو د موادو لېږد رالېږد او د ټاکنو په مرکزونو کې د ښځينه کارکونکو خوندي ساتل لا هم ستونزې دي، چې دوی يې د حل کولو هڅې کوي.
همداراز په ځينو سيمو کې د سړک د غاړې ماينونه هم تر يوې کچې امنيتي ګواښ بلل کېدای شي.
خو سالنګي د شمال د کومې ځانګړې ناامنه سيمې نوم په ډاګه نه کړ.
نوموړي زياته کړه، چې د شمال او شمال ختيځ زون د امنيتي مسوولينو راپور باندې غور کېږي او تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې به هڅه کوي، چې په دغه زون کې د ټاکنو د امنيت په اړه ټولې نيمګړتياوې پوره کړي.