Language

کندهار کې ١٠ وسله وال وژل شوي

کندهار-جلال اباد (پژواک ١٠ تله ٩٢): د کندهار ولايت په شاوليکوټ او ميانشين ولسواليو کې د پوليسو له خوا عمليات شوي، چې په پايله کې يې ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياءالرحمن دراني د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دواړو ولسواليو کې تر هغه وروسته پوليسو عمليات وکړل، چې يو شمېر وسله والو د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو د شاوليکوټ ولسوالۍ په شاتوت سيمه کې د پوليسو پر پوستو وسله وال بريد وکړ، چې وروسته پوليسو په همدې سيمه کې عمليات وکړل او شپږ وسله وال يې ووژل.

د نوموړي په وينا، د ميانشين ولسوالۍ په څاه ګي سيمه کې هم وسله والو مخالفينو د پوليسو پر دويم، درېيم او څلورم نمبر امنيتي پوستو بريد کړى، پوليسو ته کوم زيان نه دى رسېدلى، خو ٤ وسله وال مخالفين پر ځوابي ډزو وژل شوي دي.

هغه دغه راز وويل، چې د عملياتو پر مهال دوه ماينونه هم کشف او شنډ شوي او يو شمېر وسلې هم د پوليسو لاس ته ورغلې دي.

د دغو عملياتو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په دوو ولسواليو کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې پر يوې پوستې وسله والو مخالفينو بريد کړى، خو وروسته نښته رامنځته شوې ده.

دى وايي، چې نښتې د شپې تر دريو بجو دوام درلود، په ترڅ کې يې پنځه وسله وال وژل شوي او امنيتي ځواکونو ته څه زيان نه دى رسېدلى.

عبدالزى وايي، چې په ياده نښته کې يو شمېر وسله وال هم ټپيان شوي خو دوى ته يې شمېر نه دى معلوم.

ده وويل: ((وسله وال پر شا تمبول شوي او په سيمه کې اوس کراري ده.))

همداراز د يو بل خبر له مخې، عبدالزى زياتوي چې پرون ماښام مهال د دوربابا ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د وسله والو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته رامنځته شوې چې له امله يې يو وسله وال وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

د والي وياند وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو يو سرتېرى برسېرن ټپي شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ياده دې وي، وړمه شپه د لعلپورې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د پنځم کنډک پر يوې پوستې وسله والو بريد کړى چې له امله يې اوه پوليس ټپيان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.