مزارشريف ( پژواک ١١ تله ٩٢ ) : د فوايد عامې وزارت وزير وايي، چې د روان کال په شپږو مياشتو کې به د بلخ له کلدار ولسوالۍ څخه تر تاجکستان پورې د رېل پټلۍ د جوړېد چارې پيل او بشپړې شي.
د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن د تلې په ۱۱مه، په مزارشريف کې په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې د روان کال په روانو شپږو مياشتو کې به د رېل پټلۍ له لارې د بلخ ولايت له تاجکستان سره ونښلول شي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه کرښه به له کلدار ولسوالۍ څخه پيل او د کندوز له لارې به تر تاجکستان پورې اوږده شي، چې ۷۵ کيلومتره اوږدوالی به ولري.
د هغه په وينا، ياده کرښه د فوايد عامې وزارت له خوا ددولت په بوديجه د ۲۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د فوايد عامې وزير وويل، چې د ټاکل شوي پلان له مخې، د روان کال په روانو شپږو مياشتو کې به د يادې کرښې چارې پيل او بشپړې شي.
نوموړي زياته کړه، چې د کرښې په اوږدو کې به د ځانګړو امنيتي پوليسو قطعې هم ځای پر ځای شي، چې له امنيتي پلوه خوندي وي.
خو د هغه په وينا، دوی هيله من دي، چې د يادې کرښې د جوړېدو پر وړاندې به کومه ستونزه شتون ونه لري، ځکه دغه کرښه يواځې د افغانستان لپاره نه، بلکې د ګاونډيو هېوادونو لپاره هم اقتصادي ګټه لري.
اوژن وويل، چې د يادې کرښې په بشپړېدو به مرکزي اسيا هېوادونو ته د افغانستان سوداګريزې لارې چارې اسانه شي او د هېواد سوداګري به پرمختګ وکړي.
د يادونې ده، چې د مزارشريف او حيرتان بندر ترمنځ د رېل کرښې چارې بشپړې شوي او له ترکمنستان هېواد سره د کلدار ولسوالۍ څخه د فارياب ولايت د اقينې بندر له لارې د رېل کرښې د جوړوېدو چارې روانې دي.