هرات ښار (پژواک ١١ تله ٩٢): د لوېديځ په دريو ولايتونو کې د بروسلوز ناروغي د مخنيوي په موخه څارويو ته د واکسين کمپاين پيل شو.
د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره به په هرات، فراه او نيمروز کې شاوخوا ٣٥٠زره څاروي واکسين شي.
هغه زياتوي، دغه پروګرام د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري پر مخ وړل کېږي او ټوليز مالي لګښت يې ٥٠٠زره امريکايي ډالرو ته رسېږي.
د نوموړي په وينا، بروسلوز خطرناکه ناروغي ده، چې له څارويو انسانانو ته لېږديږي او هر کال زرګونه انسانان پرې اخته کېږي.
دغه ناروغي معمولاً تبه او د سر درد له ځان سره لري.
د هرات د کرنې رياست د پلان مدير محمد طارق پژواک ته وويل، چې د بروسلوز ناروغۍ ضد واکسين کمپاين يې له هراته پيل کړى او وروسته به نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.
د ده په وينا، په پام کې ده، تر راتلونکو شپږو کلونو پورې د بروسلوز ناروغي له منځه يوسي.
د هرات د حوزوي روغتون وياند ډاکټر محمدرفيق شېرزی وايي، بروسلوز له څاروي سره د تماس له لارې انسان ته لېږدېږي او ډېرى مالداران په دې ناروغۍ اخته دي.
هغه زياتوي، د بروسلوز د واکسين په پلي کېدو سره به د دې ناروغۍ مخه ونيول شي او خلک به يې له شره وژغورل شي.
د يادولو ده، چې د بروسلوز ناروغي د مخنيوي واکسين لړۍ د هېواد په نورو سيمو کې هم پيل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP