کابل (پژواک ١١ تله ٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د ولسي جرګې د هغو غړو ځاى ناستي ملي شورا ته ور پېژني چې په راتلونکو ټاکنو کې د سياليو په موخه يې له خپلو دندو استعفا کړې ده.
د دغه کمېسيون وياند نورمحمد نور د تلي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله د ولسي جرګې دوو غړو حاجي محمد محقق او استاد سياف له خپلو دندو د استعفى پاڼې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته د سپارلې دي.
نور وايي، چې د ټاکنو کمېسيون به ډېر ژر د محقق پر ځاى حاجي احسان صاحب زاده ته د برياليتوب سند ورکړي، تر څو په ولسي جرګه کې خپله څوکۍ اشغال کړي.
محقق د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د ملي اېتلاف د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله دويم مرستيال دى.
د ټاکنود قانون له مخې، څوک چې په ټاکنو کې سيالۍ ته ودرېږي بايد له خپلو دولتي دندو استعفى وکړي.
د ډاکټر عبدالله ترڅنګ تر اوسه دوو نورو کسانو د ملي وفاق ګوند مشر بسم الله شېر او فضل کريم نجمي په رسمي توګه ځانونه ولسمشرۍ ته نومولي دي.
تېره ورځ په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي استاد عبدالرب رسول سياف وويل، چې په راتلونکو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه يې د ولسي جرګې له غړيتوبه استعفا کړې ده.
هغه د اوبو او برېښنا وزير محمد اسماعيل خان د لومړي مرستيال په توګه ټاکلى، خو يوې سرچينې نن پژواک ته ويلي، چې په مشرانو جرګه کې د تخار د خلکو استازى مولوي عبدالوهاب عرفان يې دويم مرستيال غوره کړى دى.
استاد سياف تر دې مهاله د ټاکنو په کمېسيون کې په رسمي توګه ولسمشرۍ ته ځان نه دى نومولى.
نور وايي، چې د نوموړي استعفى پاڼه تېره ورځ ناوخته د ټاکنو کمېسيون ته رسېدلې چې اوسمهال کمېسيون د خپل طرزالعمل له مخې د هغه د ځاى ناستې د معلومولو په هڅه کې ده.
تېره ورځ د ولسي جرګې منشي انجنير سيد اکرام پژواک ته وويل، چې د پکتيکا د خلکو استازي سيد اسحق ګيلاني هم په ټاکنو کې د سيالۍ په موخه د ولسي جرګې له غړيتوب څخه استعفى کړې ده.
د قانون له مخې که د ملي شورا کوم غړى له دندې استعفا ورکوي او يا وژل کېږي، نو د ټاکنو کمېسيون د اړوند ولايت بل نوماند چې په تېرو ټاکنو کې يې تر هغه وروسته ډېرې رايې اخيستې وي، د هغه ځاى ناستى ټاکي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ويب پاڼې د معلوماتو له مخې، د کابل ولايت د ولسي جرګې له کانديدانو څخه د حاجي قدرت الله سهاک رايې تر نورو زياتې دي، هغه ٢٧٦٨ رايې لري، حاجي مهدوي د ٢٧٤٣ رايو پله لرلو سره په دويم مقام او احسان صاحب زاده د ٢٧٠٧ رايو سره په درېيم مقام کې دى، خو د ټاکنو کمېسيون د سهاک او مهدوي پر ځاى صاحب زاده د محقق د ځاى ناستي په توګه ټاکلى دى.
د ټاکنو کمېسيون وياند نور وايي، چې دوى دغه کار د خپل طرز العمل له مخې کړى، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
تر اوسه پورې د ملي شورا د غړو تر څنګ يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو له خپلو دندو استعفاوې کړې چې غواړي ځانونه ولسمشرۍ ته ونوموي.
د لېږد د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، د ننګرهار والي ګل اغا شېرزوى او د ولسمشر امنيتي سلاکار عبدالرحيم وردګ د دغو کسانو له ډلې دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند وايي، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د سيالۍ په موخه ٧٢ کسانو له دوى څخه معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي.
د ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو د نوم ليکنې بهير د وږي مياشتې په ٢٥ مه پيل کړى او درې ورځې وروسته (د تلې ١٤مه) پاى ته رسېږي.
نور وايي، د دغو کسانو د نوم ليکنې لپاره وروستۍ نېټه د تلې ١٤مه ده چې غځېدونکې نه ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې تر ١٤٠٠ ډېرو کسانو د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د سيالۍ په موخه نومونه ثبت کړي دي.
راتلونکې ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن