Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“په کم شمېر پوليسو د وسله والو مخه نه شي نيول کېداى”

کندوز(پژواک ١١ تله ٩٢): د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ خلک له غير مسوولو وسله والو او د عشر له ټولولو شکايت کوي، خو سيمه ييز چارواکي وايي، چې ٢٠٠ پوليس د ٢٠٠٠ ناقانونه وسله والو پر وړاندې مقاومت نه شي کولى.

د يادو وسله والو ډېرى د خان اباد ولسوالۍ په اقتاش سيمه کې فعاليت کوي او حتى د عشر د تقسيم پر سر له يوه بل سره جګړه هم کوي، چې ياد وضعيت کروندګر دې ته نه پرېږدي، چې خپل حاصلات را ټول کړي.

کروندګر وايي، چې وسله وال کسان يي ګواښي، څو عشر ورکړي او که يې ورنه کړي نو وهي ټکوي يې او حتى تر دې پورې، چې په مرګ يي هم ګواښي.

د اقتاش سيمې يو کروندګر نورالله وايي، چې د وسله والو له شتون څخه په تنګ راغلي او د هغوى له ډاره خپلو ځمکو ته نه شي تللى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دوه ورځې وړاندې زما د شولو درمند تيار و، کله مې چې غوښتل درمند جګ کړم درې ډلې وسله وال راغلل او وې ويل چې موږ ته عشر راکړه او له مانه يې په زور عشر واخيست.))

ياد کروندګر زياته کړه، چې په دې وروستيو کې دوه ډلې وسله وال د عشر د وېش پر سر ونښتل او کوم کروندګر چې په خپلو ځمکو کې د شپې له خوا د شولو د درمند ساتلو لپاره ويده و، خو له دې وېرې چې څوک يې ونه وژني، اوس ډېر کم خپلو ځمکو ته ځي او هغه هم په ډار او وېره کې.

خو هغه زياتوي، چې وسله وال يې په ارام نه پرېږدي او عشر ورڅخه اخلي او څوک چې انکار وکړي، هغه وهي ټکوي او حتى تر دې چي په مرګ يي ګواښي.

نورالله وايي: ((هر چا چې زور درلود، لکه ځنګل پر نورو حکومت کوي.))

د سيمې يو بل اسېدونکى نجيب الله هم وايي، چې وسله وال په خپلسري ډول له خلکو جزيه او باج اخلي.

هغه د کندوز ولايت امنيتي مسوولين په ځانګړي ډول د خان اباد ولسوالۍ ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي: ((هغوى قصداًَ ياد کسان مسلح کړي او خپله په ولايت او ولسوالۍ کې ارام کوي او خلک يې د دغه شان ظالمو کسانو په منګولو کې اچولي دي.))

نوموړي خبردارى ورکړ، چې د وسله والو شمېر ورځ تر بلې په زياتېدو دى، که سيمه ييز چارواکي يې مخه ونه نيسي، بدې پايلې به ولري.

خو د خان اباد ولسوال حيات الله اميري وايي، لږ شمېر پوليس د خپلسرو وسله والو پر وړاندې د جنګېدو لپاره بسنه نه کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په خان اباد کې دوه سوه پوليس شتون لري، چې په امنيتي پوستو کې ځاى پر ځاى شوى او ډېر کم يې په امنيه قوماندانۍ کې فعاليت لري، دوى نه شي کولاى له دوه زره خپلسرو وسله والو سره مقابله وکړي.

اميري وايي، چې ياد وسله وال په اقتاش او ځينو نورو کليو کې خلک ځوروي او يوه اندازه غله ترې د عشر په نوم توکي هم اخلي، په داسې حال کې چې د ولايت چارواکي هم ترې خبر دي.

هغه وويل: ((څو ځلې مې خپلې ستونزې د ولايت مقام تر چارواکو رسولې، وړانديز مې کړى، چې يو شمېر کسان دې په رسمي چوکاټ کې تنظيم شي او يا دې هم حکومت د هغوى پر وړاندې مناسب تصميم ونيسي.))

ولسوال زياته کړه، د ده په پلان کې وه، چې ځيني کسان د سيمه ييزو پوليسو په چوکاټ کې تنظيم کړي، خو دغه پروګرام د بهرنيو له خوا وځنډول شو، ځکه چې د سيمه ييزو پوليسو د تمويل مسووليت د امريکا پرغاړه دى.

خو د کندوز امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني وايي، چې دغه وسله وال د طالبانو پر وړاندې جنګېږي او له دولت سره همکاري کوي.

هغه زياته کړه، چې پخوا وسله والو خلکو ته يو لړ ستونزې پيدا کړې وې، خو پر وخت سره يې مخه ونيول شوه او تر اوسه يې د وسله والو له خوا د عشر اخيستو په اړه د خلکو شکايت نه دى ترلاسه کړى، چې په اړه يې اقدام وشي.

حسيني زياته کړه، چې د ٣٠٠ سيمه ييزو پوليسو تشکيل منظور شوى، خو تر اوسه يې نه دى ترلاسه کړى، خو په رسېدو سره به يې يو شمېر وسله وال، چې ستونزې جوړوي بې وسلې او د سيمه ييزو پوليسو په چوکاټ کې به جذب شي.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې وه، چې د پوليسو د کمښت له امله ځينې امنيتي پوسته جوړې او د ولسوالۍ د کليو امنيت خوندي کړي، خو لا هم د دغه کار په کولو نه دي توانېدلي.

سيمه ييز پوليس په خپلو سيمو کې د امنيت د تامين دنده پرغاړه لري، چې د کورنيو چارو په چوکاټ کې تنظم او تنخوا ورکول کېږي، په هغو سيمو کې ګومارل شوي، چې ملي پوليس په کې کمرنګه وي.

د خان اباد ولسوالۍ خلک دغو وسله والو ته اربکيان هم وايي، خو سيمه ييز چارواکي وايي، چې د اربکيانو په نوم ځواک نه لري او په ځينو ساحو کې خپلسري وسله وال فعاليت لري، چې بې وسلې به يې کړي.

اربکي هغه ځواک ته ويل کېږي، چې له تنخوا پرته د سيمې په امنيت کې ونډه اخلي، خو اوسمهال دغه نوم هغه ځواک ته اخيستل کېږي، چې د دولت په چوکاټ کې رسميت نه لري او دولت له خوا دخپلو وسله والو مخالفينو پر وړاندې په وسلو سمبالېږي.

د ويلو ده، له بهرنيو ځواکونو افغان لوري ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه په ١٣٩١ لمريز کال په کندوز ولايت کې له خان اباد ولسوالۍ پرته عملي شوه او خان اباد د خپل سرو وسله والو دشتون له امله مياشتې وروسته په دغه بهير کې شامله شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.