کابل (پژواک ١١ تله ٩٢): د مرستيالانو په ټاکلو کې ستونزې د دې لامل شوې چې احتمالي کانديدان د ولسمشريزو سياليو لپاره په ځنډ سره د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې نوم ليکنه وکړي.
سره له دې چې د نوم ليکنې د بهير ١٨ ورځې تېرې شوې او يواځې درې ورځې پاتې دي، لا هم څلورو کسانو ډاکټر عبدالله عبدالله، بسم الله شېر، فضل کريم نجیمي او استاد سياف ولسمشرۍ ته ځانونه په رسمي توګه کانديد کړي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو په ګډون ٧٢ کسانو د ولسمشرۍ معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي.
په دې ډله کې د لېږد د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول، د ولسمشر امنيتي سلاکار عبدالرحيم وردګ، د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي، د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى، د کورنيو چارو پخوانى وزير محمد حنيف اتمر او د ولسمشر سلاکار حکيم نورزى شامل دي.
د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزي، داوود سلطان زوى، يونس فکور، سرور احمدزي، يوسف کوهدامني، عبدالله کندهاري او يو شمېر نوروکسانو هم دغه معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي.
د نوم ليکنې بهير د وږي په ٢٥ مه پيل شو او ټاکل شوې چې د تلې په ١٤مه پاى ته ورسېږي.
د ولسمشر کرزي د دويم مرستيال محمدکريم خليلي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوې چې د ولسمشريزو ټاکنو ډېرو احتمالي کانديدانو ورته په وار وار د مرستيال د ټاکلو په موخه مراجعه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د خليلي په حواله ويل شوي چې نوموړي تر دې مهاله د مرستيال له پېژندلو ډډه کړې او يواځې هغه وخت به دا کار وکړي چې ډاډمن شي يو لورى “پر مخ د پرتو ستونزو حل ته د قناعت وړ ځواب لري.”
خليلي ويلي، چې راتلونکې حاکمه ډله بايد په خپلو کې په حکومت کې د عادلانه سياسي مشارکت، متوازن پرمختګ، له اداري اصلاح او له اداري فساد سره د مبارزې په اړه، تر ټاکنو وړاندې يوې پايلې ته ورسېږي.
تېره ورځ د ولسي جرګې غړي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سياف مخکې له دې چې خپل دويم مرستيال وټاکي، له خپلې دندې استعفا وکړه او ويې ويل چې په راتلونکو ټاکنو کې ځان ولسمشرۍ ته کانديدوى.
هغه چې پرون اسماعيل خان خپل لومړى مرستيال ټاکلى و، نن يې سناتور مولوي عبدالوهاب عرفان د دويم مرستيال په توګه اعلان کړ.
د ننګرهار والي هم تېره ورځ په کابل کې په يوه خبري ناسته کې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه له دندې خپله استعفا اعلان کړه.
شېرزي وويل، چې د مرستيالانو د ټاکلو لپاره يې مشورې روانې دي.
په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي سيد اسحق ګيلاني پژواک اژانس ته وويل، چې د شنبې په ورځ به د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې ځان ولسمشرۍ ته ونوموي.
ګيلاني وايي، چې مرستيالان يې ټاکلي دي، خو په نوم ليکنه کې د ځنډ د لامل په اړه يې ځواب ورنه کړ.
همداراز د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي هم د احتمالي نوماندانو له ډلې دى چې د ټاکنو له کمېسيون څخه يې معلوماتي کڅوړه ترلاسه کړې ده.
د نوموړي وياند وحيد غازي خېل پژواک ته وويل، چې احدي د مرستيالانو د ټاکلو لپاره په مشورو بوخت دى.
غازي خېل وايي، چې سبا به تر يوې مشورتي غونډې وروسته احدي د خپلو مرستيالانو په اړه پرېکړه وکړي او د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې به ځان په رسمي ډول ولسمشرۍ ته ونوموي.
ويل کېږي چې پر احدي د حضرت صبغت الله مجددي له خوا فشار دى چې د هغه زوى خپل مرستيال وټاکي، خو غازي خېل دا خبره په کلکه ردوي.
د لېږد د کمېسيون مشر اشرف غني احمدزي هم تر دې مهاله د خپلو مرستيالانو په اړه څه نه دي ويلي.
احمدزي په ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه څو ورځې وړاندې له خپلې دندې استعفا وکړه.
احمدزي ته يوې نږدې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي پژواک ته وويل، چې نوموړى به د شنبې په ورځ د ټاکنو په خپلواک کمېسيون ته ولاړ شي او وروسته له هغه چې ځان کانديد کړي، د خپلو مرستيالانو نومونه به په ډاګه کړي.
دى وايي، چې د احمدزي يو مرستيال به د عبدالرشيد دوستم د جنش ګوند پورې تړلى وي او بل مرستيال به يې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د مشرې سيما سمر ډله غوره کوي.
د ده په خبره، د دغه کار موخه په راتلونکي حکومت کې د ټولو قومونو ونډې ته احترام دى.
ولسمشرۍ ماڼۍ ته يوې نږدې باوري سرچينې وويل، چې ولسمشر کرزي ان د ملي اېتلاف له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د نوموړي د لومړي مرستيال په ټاکلو کې مرسته کړې ده.
خو د ملي اېتلاف وياند فضل الرحمن اوريا دا خبره هسې تبليغ بولي او وايي، چې دوى د مرستيالانو په ټاکنو کې کومه ستونزه نه درلوده.
دى وايي، کوم کانديدان چې په نوم ليکنه کې ځنډ کوي، هغوى ښايي د ټاکنو لپاره بشپړ تيارى نه لري.
اوريا زياتوي، چې د دوى ډېر وخت په اقتصادي او سياسي برخو کې د ځينو پروګرامو پر سر د تفاهم له امله د مرستيالانو ټاکلو کې يو څه ځنډ راغى. حزب اسلامي ته منسوب انجنير محمد خان د ډاکټر عبدالله لومړى مرستيال او د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق يې دويم مرستيال دى.
د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي چې د ولسمشرۍ د کانديدانو په نوم ليکنه کې د ځنډ درې لاملونه دي.
د ځلاند په باور په تېرو ټاکنو کې د وړتيا پرځاى دا سنت رامنځته شول چې که ولسمشر پښتون وي نو دوه مرستيالان به يې له تاجک او هزاره قومونو وي.
دى وايي چې دا موضوع په تېرو دوو ټاکنو کې وساتل شو او اوس په يوه معيار بدل شوى دى چې د ولسواکۍ د ارزښتونو خلاف کار دى.
ځلاند همداراز د ګوندي سياستونو نه شتون او د ژبني او قومي ايتلافونو جوړېدل هم ددې لامل بولي چې يو څوک ونشي کولى په اسانه د ځان لپاره مرستيالان وټاکي.
هغه زياته کړه چې د ټاکنو په ترسره کېدو د سياستوالو بې باوري او د دندو د ترلاسه کولو وېره هم ددې لامل شوې چې دغه پروسه وځنډېږي.
د مرستيالانو د ټاکلو پر موضوع د فيسبوک په څېر په ټولنيزو ويب پاڼو کې هم بحثونه شوي دي.
د اجمل ستانکزي په نوم يوه تن وړانديز کړى چې د اشرف غني لپاره ښه ده چې ډاکټر رمضان بشردوست د خپل مرستيال په توګه وټاکي.
ستانکزي ويلي، چې نوموړى په اداري فساد او افغان وژنه کې لاس نه لري.
دمعلوماتو ترمخه،ولسمشريزو ټاکنو کې يوه تن نوماند د پژواک يو خبريال ته تيليفون وکړه او د مرستيالانو په پيدا کولو کې يې ورڅخه د مرستې غوښتنه وکړه.
سرچينه وايي،چې ياد نوماند په خپلو خبرو کې له خبريال څخه غوښتنه وکړه، چې يو هزاره او بل ازبک ټبره مرستيالان ورته پيدا کړي.
د فيسبوک يوه بل کاروونکي رفيع الله ستانکزي ويلي، چې د ولسمشرۍ يوه نوماند له ده سره د انټرنېټ له لارې په خبرو کې ويلي، چې کوم کسان د فيسبوک کاروونکو له خوا مناسب بلل کېږي نو دى حاضر دى چې مرستيال يې وټاکي.
ستانکزى زياتوي: “نو اوس خو والله په رښتيا هم د مرستيالانو قحطي ده. وه خلکو راپورته شئ هسې واياست چې د بېکارۍ کچه ډېره شوې ده، نو ظالمانو دوه درې احتمالي کانديدان خو زه پېژنم او د مرستيالانو په اړه يې نظر رانه غوښتى دى. کار دومره ډېر دى چې اوس د کار لپاره سړى نه پيدا کېږي.”
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP