کابل ( پژواک ۱۲ تله ۹۲ ) : لسګونو زرو کسانو د هیواد په ګوټ ګوټ کې سړکونو او لارو ته راوتلي او د کرکټ ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته د ملي لوبډلې په لارې موندلو جشن کوي او خوښۍ لمانځې.
دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله د تلې په ۱۲مه، د متحده عربي اماراتو په شارجه نړیوال لوبغالي کې د کینیا لوبډلې ته په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۵ کال یو ورځني کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
ددې لوبې نندارې لپاره د شارجې نړیوال لوبغالي ته زرګونه افغانان ، دافغانستان کرکټ بورډ چارواکي، د افغانستان د حکومت چارواکو او د ملي شورا غړي ورغلي وو.
دې بریا سره سم لسګونه زره هیوادوال په کابل او ولایتونو کې سړکونو ته راووتل په ډولونو او اتڼونو یې د ملي لوبډلې پردې سترې بریا یې جشنونه وکړل او خوښۍ یې ولمانځلې.
د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې لوی سکرین لګول شوی و او یاده لوبه چې د یک تلویزیونه لخوا په ژوندۍ بڼه ښودل کیږي، په یا د سکرین هم ښودل کیده، زرګونه هیوادوال او مینه وال له سهاره د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي ته ورغلي وو او په لوی سکرین یې د ملي لوبډلې لوبه یې ننداره کوله.
کله چې دافغانستان بریا نږدې شوه، نو زرګونه نور هیوادوال د کابل لوبغالي ته راغلل او د بریا سره سم یې په ډولونو او اتڼونو پیل وکړل.
د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د زرګونو مینه والو لخوا د اتڼونو او ګډاګانو وروسته د کرکټ مینه وال په سلګونو موټرو کې چې د هیواد ملي بیرغونه ورسره وو، د کابل ښار په ټولو واټونو او سړکونو وګرځیدل او د ملي لوبډلې پر بریا یې شعارونه ورکول.
دوی د ښار په بیلا بیلو سیمو کې دسړک په مینځ کې دریدل، اتڼونه یې کول او د ملي لوبډلې او افغانستان زنده باد شعارونه یې ورکول.
د رحیم الله په نامه د کرکټ یوه مینه وال چې ملي بیرغ یې له ځانه تاو کړی و، پژواک خبري اژانس ته وویل : (( د ژوند ترټولو د خوښۍ شیبه مې داده.))
د ملي لوبډلې د بریا سره په کابل کې ښار کې د هیواد زرګونه ملي بیرغونه خرڅ شول، د کابل ښار دصدارت څلور لاري یو تن دوکاندار بریال پژواک ته وویل چې په یوه ساعت کې يې دوه نیم سوه بیرغونه خرڅ کړل. هغه زیاته کړه : (( نن مې ښه ګټه وکړه.))
دغه راز په جلال اباد، کندهار، کندوز، مزار شریف، هرات کونړ، نیمروز ، پکتیا، خوست او یو شمیر نورو لویو او وړو ښارونو کې لسګونه زره هیوادوال په سلګونو موټرو او موټرسایکلونو راوتلي وو او د ملي لوبډلې بریا یې جشن نیولی و.
په هرات کې تر غرمې وروسته د خلکو جشنونه پیل شوي وو او د ملي لوبډلې بریا سره سم زرګونه نور خلک راووتل او د خوښۍ څرګندونې یې کول.
دافغانستان کرکټ بورډ لوی رییس سلاکار وزیر شهزاده مسعود د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې راغلیو زرګونو مینه والو ته د وینا پر مهال ددې سترې بریا ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړه.
هغه زیاته کړه چې کینیا پیاوړې لوبډله ده، په نړیوال جام کې څو وارې لوبیدلی دی او یو ځل یې سیمي فاینل ته هم لاره پیدا کړې وه.
ولسمشر حامد کرزي د ملي لوبډلې منیجر سره ټیلیفونی خبرې کړي او پر دې بریا یې مبارکي ورکړې ده
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP