کابل (پژواک ١٣ تله ٩٢): نړيوال سوله ساتى ځواک (ايساف) وايي، چې د افغانستان په سوېل کې يې يو سرتېرى د يوه شخصي امنيتي ساتونکي له خوا وژل شوى دى.
د ايساف مطبوعاتي دفتر له خوا د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه نن رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د يوه قراردادي امنيتي ساتونکي له خوا د دوى پر ساتونکي ډزې شوې او هغه يې وژلى، خو پر ځوابي ډزو بريد کوونکى هم وژل شوى دى.
ايساف وايي، چې ايساف او افغان ځواکونو په دې اړه پلـټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې هم په پکتيا ولايت کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې درې بهرني سرتېري وژل شوي وو.
بلخوا ايساف ويلي، چې د افغانستان په سوېل کې د يوې غير نظامي پېښې پر مهال د دوى يوه ټپي شوي سرتېري ساه ورکړې ده.
د دغو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو شمېره ١٣٦ ته ورسېد، چې نږدې ١١٠ يې امريکايان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP