Language

د بلخ خلک د نوم ليکنې د ګرځنده ډلو له کاره شکايت کوي

مزارشريف (پژواک ١٣ تله ٩٢): د بلخ ولايت د ځينو سيمو اوسېدونکي د ټاکنو د کارتونو د ګرځنده ډلو له کار څخه خوښ نه دي، وايي که چېرې ګرځنده ډلې خپل تم ځايونه د دوی په خوښه وټاکي نو اغېز به يې ډېر وي.

د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې د نوم ليکنې لپاره ګرځنده ډلې هغو سيمو ته سفر نه کوي، چې خلک په کې ډېر دي.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د نوم ليکنې ګرځنده ډلې خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجي محمد دين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ په داسې سيمو کې د ګرځنډه ډلو لپاره تم ځايونه ټاکل شوي، چې نفوس يې خورا کم دی او د ډېرو سيمو خلک ورته ځان نه شي رسولی.

نوموړي زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ په البرز سيمو او بارګاه کې د کارتونو ګرځنده ډلې تم کېږي، په داسې حال کې دغسې سيمې نه مرکزيت او نه هم ډېر نفوس لري.

د هغه په وينا، دوی بار بار د چمتال ولسوالۍ د ډېر نفوس لرونکې سيمې د ټاکنو کمېسيون ته معرفي کړي؛ خو دولت تر اوسه کوم رغنده ګام نه دی پورته کړی.

حاجي محمد دين وايي، که  چېرې د ګرځنده ډلو چارې همداسې روانې وي؛ نو په چمتال ولسوالۍ کې به ۹۰ سلنه خلک له کارتونو بې برخې پاتې شي.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکې هم د ټاکنو د ګرځنده ډلو له کار څخه خوښ نه دي.

د دې ولسوالۍ قومي مشر حاجي نورمحمد پژواک ته وويل، چې د ټاکنو کمېسيون د ځينو سيمه ييزو سياستونو په لومو کې ښکېل ښکاري او هڅه کېږي، چې ځانګړي خلک د ټاکنو له کارتونو بې برخې پاتې شي.

نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولسوالۍ د بوکې په نوم سيمه، چې د کورنيو شمېر يې له ۵ زرو اوړي، د ټاکنو کمېسيون يې پر وړاندې بې غوري کوي.

د هغه په وينا ، په دې ولسوالۍ کې هم داسې ساحه د ګرځنده ډلو لپاره غوره کوي، چې خلک ورته په اسانه راتګ نه شي کولی.

د امو سيند پر غاړه د لرې پرتې ولسوالۍ شور تپې قومي مشر غياث الدين پژواک ته وويل، چې له تېرو څلورو ورځو په دې ولسوالۍ کې د نوم ليکنې ګرځنده ډلو چارې پيل کړې دي.

خو نوموړي زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي کارت اخيستو ته لېوال دي او د ګرځنده ډلو له فعاليت سره د کارت اخيستو لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر عطامحمد هم پژواک ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې هم د ټاکنو د وېش چارې ښې روانې دي.

خو نوموړي زياته کړه، چې که چېرې د ګرځنده ډلې د قومي مشرانو په مشوره خپل مرکزونه وټاکي نو ممکن په دې ولسوالۍ کې هېڅوک بې کارته پاتې نه شي.

د هغه په وينا، ځينې سيمې داسې وي، چې د ډېرو کليو اوسېدونکي ورته په اسانه ځان رسولی شي، چې بايد د ټاکنو خپلواک کمېسيون همداسې ځايونه د ګرځنډه ډلو د مرکز لپاره غوره کړي.

د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين هم د ګرځنده ډلو پر فعالېدو د ډېر کارتونو وېش ته هيله من دي.

د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سيمه ييز مشر محمداجمل احدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسواليو مرکزونو ته د بېلابېلو ستونزو له امله ډېرو خلکو د کارت اخيستو ته زړه نه ښه کوه.

نوموړي زياته کړه، چې د ګرځنده ډلو پر فعالېدو د کارت اخيستنې لړۍ ګړندۍ شوې، خو هغه د اخيستل شوو کارتونو شمېره په ډاګه نه کړه.

د هغه په وينا، دوی د ګرځنډه ډلو د تم ځايونو په برخه کې له ولسي مشرانو سره هم مشورې کوي خو تصميم د امنيتي مسوولينو د مشورو پر بنسټ نيسي.

احدي وويل، چې تر دې دمه په بلخ ولايت کې د کارتونو د وېش ګرځنده ډلې له کومې ځانګړې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

د نوموړي په وينا، په بلخ ولايت کې تر دې دمه ۱۴۰ کسانو د ولايتي شورا د کاندېدۍ معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې، خو تر دې دمه يې ۲۷ کسانو رسماً ځانونه کانديد کړي، چې درى په کې مېرمنې دي.