Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نړيوالو رسنيو افغان کرکټ لوبډله ستايلې

کابل (پژواک ١٣ تله ٩٢): نړيوالو رسنيو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې پرونۍ ستره بريا تاريخي بللې او دا د يوه جګړه ځپلي هېواد لپاره لويه لاسته راوړنه بولي.

د کرکـټ ملي لوبـډله پرون د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړيوال لوبغالي کې د کينيا د کرکټ ملي لوبډلې ته په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې په سترې ماتې ورکولو سره د ٢٠١٥ کال نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.

ټاکل شوې د ٢٠١٥ کال نړيوال جام سيالۍ په اسـتراليا او نيوزيلينډ کې ترسره شي، چې په کې به له ټولې نړۍ ١٤ پياوړې لوبډلې برخه واخلي.

له تېرې شپې راهيسې د بي بي سي، سي اېن اېن، الجزيرې، او لسګونو نورو تلويزيونونو د افغانستان د بريا په اړه تصويري راپورونه خپاره کړل.

دغه راز د نورو هېوادونو ترڅنګ د پاکستان رسنيو هم د افغانستان دغه بريا په غټو ټکو کې خپره کړې ده.

داېکسپرېس په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه ليکلي: ((افغان جنګيالي د کرکټ په نړيواله جګړه کې کښېوتل.))

دې رسنۍ ليکلي، چې د جګړي ځپلي هېواد افغانستان لوبـډلې په ډېرې تېزۍ سره په کم وخت کې نړيوال جام ته ځان ورساوه.

سرچينې زياته کړې: ((د نورې نړۍ لوبډلې اوس له افغان لوبډلې پناه غواړي.))

د (دي نيوز) په نوم په انګليسي ژبه خپرېدونکې پاکستانۍ ورځپاڼې بيا ليکلي، چې افغان لوبـډلې کينيا ته په هره برخه کې ماتې ورکړه.

د دې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې افغانانو يواځې څو کاله مخکې کرکټ پيل کړى، خو په ډېره کمه موده کې يې په ډېرې تېزۍ سره پرمختګ کړى دى.

د اېشين اېج په نوم هندي رسنۍ ليکلي، چې افغانانو نړيوال جام ته د رسېدو لپاره خپل خوب رښتيا کړ.

د دې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې افغان لوبغاړو په يوه مياشت کې خپل ولس ته دوه ځلې خوښي ورپه برخه کړې، تېره مياشت يې په فوټبال کې اتلولي ترلاسه کړه.

اېشين ايج په خپل راپور کې په هندوستان د مېشتو افغانانو نظرونه هم د يادې سترې بريا په اړه خپاره کړي دي.

امريکايي تلويزيون سکاى نيوز د افغانستان د سترې بريا د خبر د خپرولو ترڅنګ د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي او لوبغاړو مرکې هم خپاره کړې دي.

د ملي لوبډلې روزونکي کبيرخان ويلي: ((زما د روزنې د ماموريت تر ټولو ښه ورځ همدا وه.))

د اې بي سي په نوم استراليايي رسنۍ د افغانستان د بريا ترڅنګ په کابل او نورو ولايتونو کې د خلکو د خوښيو او جشن راپور هم خپور کړى دى.

سرچينې زياته کړې، چې په خپل هېواد کې د نا امنيو له امله لوبـډلې د کوربه توب لوبـډلې په شارجه کې ترسره کوي، خو هلته هم ډېر زيات مينه وال لري.

د اسوشېيټېډ پرېس (اى پي) په نوم امريکايي اژانس په کابل کې د افغانانو د جشن بېلابېل انځورونه خپاره کړي دي.

د اى پي په راپور کې راغلي: ((جګړي ځپلي افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکـټ په لوبه کې تر ټولو ښه لاسته راوړنه لرلې ده.))

د رايـټرز په نوم برېتانوي خبري اژانس ليکلي، چې افغانستان به تر دې بريا وروسته د ٢٠١٥ کال نړيوال جام کې د ګډون لپاره استراليا او نيوزيلينډ ته سفر وکړي.

دغه اژانس د کرکټ د نړيوالې شورا د مشر ډيوېډ ريچرډسن نظر خپور کړى او هغه د افغانستان د کرکټ لوبغاړي با استعداده معرفي کړي دي.

هغه زياته کړې، چې افغان لوبډلې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

د اې بي سي په نوم د انګلستان يوې بلې رسنۍ ليکلي، چې افغانستان په نړيوال جام کې د لوبېدلو خوب رښتيا کړ.

بي بي سي بيا د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي، کابل ښار، کندهار، جلال اباد او نورو ښارونو کې د ملي لوبډلې د بريا د خوښيو او جشنونو راپورونه او انځورونه خپاره کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.