چاريکار(پژواک ١٣ تله ٩٢): د پروان د مرکز اړوند په سنجد دره سيمه کې د صنعتي پارک د جوړولو کار پيل شو او ټاکل شوې، چې په دې پارک کې شاوخوا سلو پانګوالو ته د پانګونې په موخه ځمکې ووېشل شي.
د پروان والي عبدالبصير سالنګي په ياده سيمه کې په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وويل،چې په ٦٠٨ جريبه ځمکه کې جوړېدونکي دې پارک کې د برېښنا او سړک تر څنګ ښوونځى ، کلينيک ، جومات، رسټورانټ او شنه سيمه په پام کې نيول شوې ده .
دى وايي، چې د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ شوى ، پلاوى به د پانګونې څرنګوالي ته په پام سره په دې پارک کې پر پانګوالو ځمکې ووېشي.
هغه وويل،چې د دې پارک په جوړولو سره به د پانګونو له لارې شاوخوا زرګونو تنو ته د کار زمينه برابره شي.
د پروان سکتوري رييس محمد طاهر وايي، چې پانګوالو ته يو جريب ځمکه د ٨ مېليونو افغانيو په بدل کې ورکول کيږي، د دې پارک ٥٠ سلنه ځمکه پر پانګوالو وېشل کيږي او په پاتې نوره کې د پارک بنسټيزې چارې تر سره کيږي.
چارواکي وايي، چې که پانګوال د ځمکې له تر لاسه کولو وروسته په يو کال کې په عمل ډول په دې پارک کې کار پيل نه کړي، نو ورکړل شوې ځمکه بېرته ترې ګرځول کيږي.
په افغانستان کې له پانګونې د ملاتړ ادارې مشر وفي الله افتخار د ياد شوي پارک د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وويل، چې په درېيو کلونو کې به د دې پارک د بنسټونو د جوړولو چارې د پانګوالو او حکومت په همکارۍ بشپړې شي.