Language

په وروستۍ ورځ به ځينې وتلې څېرې نوم ليکنه وکړي

کابل ( پژواک ١٣ تله ٩٢ ) : ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته د کانديديدو په وروستۍ ورځ يو شمېر وتلې څېرې په رسمي توګه نوم ليکنه وکړي.

 ولسمشريزو ټاکنو ته د کانديدانو د نوم ليکنې لړۍ ، د وږي د مياشتې په ٢٥مه پيل شوې او ټاکل شوې، چې سبا د تلې تر ١٤مې نېټې پورې دوام وکړي او د کانديدانو وروستى لېست به د لړم مياشتې په ٢٥ مه په رسمي ډول اعلان شي.

 تر اوسه پورې نهو تنو کانديدانو ولسمشرۍ ټاکنو ته ځانونه کانديد کړي او سبا د نوم ليکنې وروستۍ ورځ ده.

 کانديدانو ته يوې نږدې سرچينې د تلې په ١٣مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې ده، چې سبا په وروستۍ ورځ ډاکټر زلمى رسول، ډاکټر اشرف غني احمدزى ، ګل اغا شېرزى او انوار الحق احدي ځانونه کانديد کړي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې،  ضياء مسعود به د زلمي رسول لومړى او د باميانو والي حبيبه سرابي به يې دويمه مرستياله وي.

 دغه راز جنرال عبدالرشيد دوستم به د ډاکټراشرف غني لومړى او سرور دانش به يې دويم مرستيال وي.

 اشرف غني ته يوې نږدې سرچينې پژواک ته وويل ،چې زلمى خليلزاد ، علي احمد جلالي او حنيف اتمر هم د نوموړي ملاتړ کړى اود نوم ليکنې لپاره به ورسره د ټولټاکنو کمېسيون ته لاړ شي.

 دغه راز سرچينې زياته کړې، چې دپخواني ولسمشر سردار داوود خان د ورور لمسى سردار محمد نادر نعيم به هم ځان کانديد کړي.

د يوه بل خبر له مخې د حزب ملت افغانستان د ډاکټر اشرف غني د ملاتړ اعلان کړى دى.

ددغه ګوند لخوا پژواک ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ډاکتر اشرف غني تجربه لرونکى او وړ کس  دى .

سرچينې زياته کړې چې هغه جنرال دوستم او سرور دانش خپلو مرستيالانو ټاکلو سره پياوړې ډله جوړه کړې ده.

 بلخوا د چارو دادارې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر حامدکرزي د وسله وال پوځ د سر قوماندانۍ د رييس ارکان عبدالرشيد دوستم او د عدلي او حقوقي مشورتي بورډ د غړي سرور دانش استعفاوې منلې دي.

 ياد کسان د ولسمشرۍ راتلونکو ټولټاکنو لپاره د ډاکټر اشرف غني مرستيالان ټاکل شوي دي.

 د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې د ملي اېتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د اسلامي دعوت ګوند مشر عبدالرب رسول سياف، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د مرکزي کمېټې غړى قطب الدين هلال، د ملي وفاق ګوند مشر بسم الله شېر، فضل کريم نجيمي ، د ډاکټر اشرف غني احمدزي ورور حشمت غني احمدزى ، د ملي دفاع پخوانى وزير جنرال عبدالرحيم وردګ او د ملي شورا غړى سيد اسحاق ګيلاني ځانونه په رسمي توګه کانديد کړي دي.

 ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.