جلال اباد-اسعداباد (پژواک ١٤ تله ٩٢): په ختيځ د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين په داسې حال کې پيل شوى، چې په کونړ کې نوې پېښه ثبت شوې، خو په يو شمېر نا امنو سيمو د دغه کمپاين پر وړاندې خنډونه پيدا شوي دي.
د ختيځ زون روغتيايي چارواکي وايي، چې د کونړ او نورستان ولايتونو په ځينو سيمو کې د ناامنيو له امله شاوخوا ٢٠زره ماشومان د پوليو له واکسينه بې برخې پاتې دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د تلې په ١٤مه په جلال اباد کې د دغه کمپاين د پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو کې يې د پوليو درې ورځنى کمپاين پيل کړى دى.
هغه زياته کړه، چې د دغه کمپاين له مخې به ٨٥٣ زره هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي د ګوزڼ ضد واکسين ورکړل شي او ٥٥٠زره هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې له شپږو مياشتو پورته دي، د ويټامين اې کپسول ورکړي.
ده وويل: ((زموږ سره په دې برخه کې سلګونه رضاکاران هم برخه اخلي او ماشومانو ته واکسين ورکوي.))
ډاکټر شېرزاد زياتوي، چې تر اوسه په ختيځه حوزه کې د پوليو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې چې درې يې د ننګرهار په سرحدي ولسواليو او درې نورې د کونړ په سرحدي ولسواليو کې څرګندې شوې دي.
نوموړى دا هم وايي، چې د کونړ او نورستان په يو شمېر ولسواليو کې د دولت وسله وال مخالفين د پوليو د واکسين د تطبيق مخه نيسي.
د ډاکټر بازمحمد په وينا، د نا امنيو له امله شاوخوا ٢٠ زره ماشومان له واکسين څخه پاتې کېږي.
هغه زياتوي: ((دا زموږ لپاره تر ډېره خواشينوونکې خبره ده چې ماشومان د واکسين څخه پاتې کېږي.))
دى وايي، چې دا مهال د کونړ په سرکاڼو، چپه دره، وټه پور او مرورې ولسواليو په ځينو کليو کې د وسله والو له لوري د واکسين د تطبيق مخنيوى کىږي.
شېرزاد وويل، دوى له ديني علماوو، قومي مشرانو او سيمه ييزو چارواکو سره خبرې کړې، خو لا تر اوسه يې ځواب نه دى ترلاسه کړى.
د عامې روغتيا رييس وويل: ((يواځې په وټه پور کې قومي مشرانو او علماو يو ځانګړى ځاى ورته انتخاب کړى او خلک خپل ماشومان هلته ور وړي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ضابط اميرمحمد هم پر ټولو هېوادوالو غږ کوي چې د پوليو واکسين د تطبيق په برخه کې دې له روغتيايي کار کوونکو سره مرسته وکړي.
هغه زياته کړه: ((زه پر وسله والو هم غږ کوم چې د واکسين د تطبيق په برخه کې دې مرسته وکړي.))
په کونړ کې د واکسين څانګې مسوول ډاکټر محمداسحاق پژواک ته وويل، چې له کونړ څخه د نورستان مرکز پارون، برګمټال، کامدېش، وانت وايګل او واما ولسواليو ته هم واکسين رسول شوى چې هلته به هم زرګونه ماشومان واکسين شي.
هغه زياته کړه، چې په وټه پور ولسوالۍ کې د سلما په نامه يوه نهه (۹) مياشتنۍ ماشومه د ګوزڼ (پوليو) په نا علاجه ناروغۍ اخته شوې ده.
ياده دې وي، تېر کال په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې درې د پوليو مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
چارواکي وايي، چې تېر کال په ټوله ختيځه حوزه کې داسې ډېر کم ماشومان وو چې له پوليو ضد واکسين څخه پاتې شوي وو.