جلال اباد-کابل (پژواک ١٤ تله ٩٢): د کورنيو چارو وزارت او ايساف ځواکونو په ګډه د ننګرهار ولايت د پرونۍ پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د ننګرهار ولايت ځايي چارواکو پرون خبر ورکړى و، چې د بهسود ولسوالۍ د سراچه علي خان په سيمه کې د ايساف امريکايي ځواکونو د عملياتو پر مهال د دريو هلکانو په ګډون پنځه عام وګړي وژلي وو.
سرچينو زياته کړې، چې ايساف ځواکونو دغه عمليات وروسته له هغه ترسره کړل، کله چې پر جلال اباد هوايي ډګر توغندي توغول شوي وو.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د يادې پېښې د څېړلو په موخه يې يوه پلاوي دنده سپارلې، څو سيمې ته ولاړ شي او پېښې له نږدې وڅېړي.
د ياد وزارت له خوا د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر حامد کرزي په حکم يې د پرونۍ پېښې د څېړلو لپاره پلاوى ټاکلى دى.
سرچينې زياته کړې، چې د دغه پلاوي مشر د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې لوى رييس کوي او جلال اباد ته د څېړنو په موخه تللى دى.
د کورنيو چارو وزارت د يادې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي دي.
بلخوا ايساف ځواکونه وايي، چې دوى هم په ننګرهار ولايت کې د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه ترلاسه کړي دي.
د دغو ځواکونو يوه وياند ويليم ګرفن پژواک ته ويلي، چې دوى له افغان ځواکونو سره په ګډه پرون تر يو بريد وروسته په بهسودو ولسوالۍ کې ځوابي عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياتوي، چې ددغو عملياتو پر مهال دقيق هوايي بمبار هم شوى دى.
ايساف وايي، چې دوى په دې اړه پلټنې پيل کړې، خو لومړي معلومات ښيي چې په عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزى هم تاييدوي چې په يادو عملياتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه پژواک ته وويل، چې تر پېښې وروسته د ولايت يو پلاوى سيمې ته د پلټنو لپاره لېږل شوى او تر پلټنو وروسته به معلومه شي، چې وژل شوي څوک دي.
عبدالزي زياته کړه، چې د کورنيو چارو وزارت يو پلاوى هم د پلټنو لپاره سيمې ته رسېدلى دى.