کابل (پژواک ١٤ تله ٩٢): د نورستان ولايت د امنيه قوماندانۍ عملياتي قوماندان د ماين په يوه چاودنه کې ووژل شو.
د دې ولايت د والي وياند ظاهر بهاند د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار لس بجې په واما ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د امنيه قوماندانۍ عملياتي قوماندان مومن خان خپل کور ته تللى و او وسله والو مخالفينو د هغه د کور مخې ته ماين ځاى پر ځاى کړى و.
د بهاند په وينا، په دې چاودنه کې مومن خان لومړى ټپي و، خو وروسته يې ساه ورکړه.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP