کابل (پژواک ١٤ تله ٩٢): د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د ٢٠١٥ کال نړيوال جام ته د لارې موندلو په وياړ د افغانستان له کرکټ بورډ سره د يو ميليون ډالرو مرسته وکړه.
په دوبۍ کې د اى سي سي مطبوعاتي دفتر له خوا د تلې په ١٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مرسته له هغو بېله ده، چې د روان زېږديز کال په پيل کې يې له افغان کرکټ ادارې سره کړې وه.
سرچينې زياته کړې، چې د روان کال د اپرېل په مياشت کې هم اى سي سي د افغانستان له کرکټ سره د ٤٢٢ زره امريکايي ډالرو مرسته کړې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ٢٠١٤ کال پر مهال به د افغانستان په ګډون يو شمېر نور هېوادونه هم د کرکټ له نړيوالې شورا هر هېواد ٨٥٠ زره امريکايي ډالر ترلاسه کړي.
د افغانستان د کرکت بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد وايي، چې يادې مرستې ډېرې ګټورې دي او له دې سره به په افغانستان کې کرکټ نوره هم وده وکړي.
د هغه په وينا، ټاکل شوې د افغانستان له حکومت او مالي ملاتړ کوونکو ادارو څخه هم ٨٥٠ زره امريکايي ډالر ترلاسه کړي دي.
ډاکټر مراد وايي: ((له دغو پيسو سره به نه يواځې زموږ په هېواد کې کرکټ وده وکړي، بلکې د ملي لوبډلې پر تيارو او روزنو باندې هم ولګول شي.))
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وايي، چې دوى د ٢٠١٥ کال نړيوال جام لپاره د تياريو يو بشپړ پلان جوړ کړى دى.
د نوموړي په وينا، افغانان او په ځانګړې توګه حکومت او ولسمشر حامد کرزى له کرکټ سره مينه لري او ولسمشر د جمعې د ورځې لوبه په ژوندۍ بڼه کتله.
د کرکټ د نړيوالې شورا اجرائيوي مشر ډيوېډ ريچرډسن ويلي، چې دوى نوو لوبډلو او له هېوادونو سره د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
د يوه بل خبر له مخې، د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې د افغانستان کونسلګري، د ملي شورا غړو او ملي سوداګرو د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وستايل شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک له شارجې څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک ته وويل، چې په دې غونډه کې د افغانستان کونسلر هاتف مل ستانکزي د ملي شورا يو شمېر غړو، ملي سوداګرو، د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد او د ملي لوبډلې لوبغاړو او د اداري پلاوي غړو ګډون کړى و.
د افغانستان کونسلر هاتف مل ستانکزي په خپله وينا کې د کرکټ ملي اتلانو او ټول ملت ته د دې سترې بريا مبارکي ورکړه او ويې ويل، چې رښتيا هم نړيوال جام ته لارموندل يوه نه هېرېدونکې کارنامه وه.
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د دې سترې بريا مبارکي ټولو هېوادوالو او د کرکټ مينه والو ته وړاندې کړه.
هغه د افغانستان کونسلر، د ملي شورا غړو، ملي سوداګرو او په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو مننه وکړه، چې خپل ملي اتلان يې تشويق کړل او د هغوى ستاينه يې وکړه.
د ولسي جرګې غړو هم په خپل وار سره د ملي لوبډلې د سترې بريا مبارکي ټولو لوبغاړو، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، مينه والو او ټولو افغانانو ته وويله.
دوى پر دولت او ملي سوداګرو غږ وکړ، تر څو خپل ملي اتلان په شاندارو مراسمو کې په مادي او معنوي ډاليو ونازوي.
د غونډې په پاى کې د افغانستان د کونسلر او ملي سوداګرو له خوا پر ملي لوبغاړو ٣٠ زره امريکايي ډالر ووېشل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP