جلال اباد (پژواک١٥تله٩٢): په ننګرهار کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې نهه وسله وال مخالفين له يو شمېر مهماتو او نشه يي توکو سره يوځاى نيول شوي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې تېره شپه د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د پيره خېلو په سيمه کې د مخکينۍ اطلاع پربنسټ د ګډو افغان امنيتي ځوکونو د عملياتو په ترڅ کې پنځه وسله وال مخالفين، چې يو سرګروپ هم په کې شامل و، نيولي دي.
نوموړى زياته کړه: ((ياد کسان په يوه کور کې پټ وو او سرګروپ دوست محمد چې په فدا مشهور و، هم نيول شوى دى.))
د هغه په خبره، له يادو وسله والو سره يې نهه کيلو ترياک او دوه کلاشينکوفونه هم نيولي دي.
همداراز د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سيمه کې څلور وسله وال مخالفين نيولي دي.
د ده په وينا، له يادو کسانو سره يې يو سراچه موټر، دوه کلاشينکوفونه او درې شاجورونه نيولي دي.