Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د کرکټ دلویو وچو جام سیالیو کې کینیا ته ستره ماتې ورکړه

کابل (پژواک ۱۶ تله ۹۲ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کینیا پر وړاندې د روانو لوبو په لړ کې په څلور ورځنۍ لوبه کې هم ددغه هیواد ملي لوبډلې ته  ستره ماتې ورکړه.

دا څلور ورځنۍ لوبه دتلې په ۱۴مه، د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړیوال لوبغالي کې پیل شوې وه او نن دافغانستان په بریا یوه ورځ مخکې پای ته ورسیده.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې لوبې پچه افغانستان ګټلې وه، خو لومړی یې کینیا ته دلوبې بلنه ورکړه.

د هغه په وینا، که څه هم دافغانستان په ملي لوبډله کې ځوانو او نویو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی و، خو بیا هم دوی وکولی شول چې په ۵۶ اورونو کې  د کینیا لوبډله په ۱۶۲ منډو وسوځوي.

دافغانستان له لوري عزت الله دولتزي، یمین احمدزي، سیداحمد شیرزاد او نسیم بړیڅ د کینیا دوه دوه لوبغاړي، فضل نیازي او جاوید احمدي یو یو لوبغاړی وسوځول.

هوتک وویل چې دافغانستان ملي لوبډله ددې څلور ورځنۍ لوبې پخپل لومړي وار ( اننګز) کې په ۹۱  اورونو کې ۲۳۴ منډې جوړې کړې او پر کینا یې ۷۲ منډې زیاتې او دې سره یې شپږ نومرې هم ترلاسه کړې.

د ملي لوبډلې له لوري رحمت شاه ډیره په زړه پورې لوبه وکړه، د پنځو شپږیزو او ۱۴ څلوریزو پر مټ یې ۱۴۰ منډې جوړې کړې، دغه راز نسیم بړیڅ ۳۲، فضل نیازي ۱۵ او جاوید احمدي ۱۲ منډې جوړې کړې.

د کرکټ بورډ ویاند وایي چې د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د کینیا لوبډله یو ځل بیا ښه لوبه ونه کړه او ټوله لوبډله یې په ۴۴ اورونو کې په ۱۴۰ منډو وسوځیدله او دغه راز د لومړي اننګز د۷۲ منډو تاوان وروسته کینیا افغانستان ته د ګټلو لپاره د ۶۹ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري سید شیرزاد او یمین احمدزي درې، درې لوبغاړي ، عزت  الله دولتزي او نسیم بړیڅ د کینیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ملي لوبډله د کینیا لخوا ورکړل شوی هدف په ډیرې اسانۍ سره په پنځلسم اوور کې ددوو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې په اتو ویکټو وګټله.

د افغانستان له لوري په دویم وار کې جاوید احمدی ۲۸ او رحمت الله سهاک ۲۳ منډې جوړې کړې، فضل نیازی په ۱۲ منډو سوځیدلی لوبغاړی و.

رحمت شاه ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغې لوبې ګټلو سره دا څلورمه پرله پسې  ماتې وه، چې افغانستان یې کینیا ته ورکوي.  تردې مخکې ملي لوبډلې کینیا ته په دوو یو ورځنیو او یو شل اووریزه لوبه کې ماتې ورکړې  .

دافغانستان او کینیا ترمنځ ددې څلور ورځنۍ لوبې پای ته رسیدو سره سم د لویو وچو یا انټرکانټنینټال جام ګروپي سیالۍ هم پاې ورسیدې.

ایرلینډ ۱۱۴ نومرو لومړی مقام او افغانستان ۱۰۴ نومرو ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل او ددې سیالیو پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

ټاکل شوې ده، چې ددې سیالیو پای لوبه د ۲۰۱۳  زیږیز کال ددسمبر په ۱۰ مه ترسره شي.

د کرکټ د لویو وچو جام سیالیو کې ایرلینډ، افغانستان، سکاټلینډ، هالنډ ، کاناډا، متحده عربي امارات، نمیبيا، او کینیا لوبډلو برخه اخیستې وه.

د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان او اوسنی روزونکی رییس احمدزی وایي چې کینیا سره په څلور ورځنۍ لوبه کې ځوانو  او نویو لوبغاړو ته چانس ورکول د کرکټ بورډ یوه ښه پریکړه وه.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې ځوانو لوبغاړو په دې لوبه کې خپله وړتیا وښوده او دا ددې څرګندونه کوي چې دافغانستان کرکټ روښانه راتلونکی لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.