جلال اباد-ګردېز (پژواک ١٧ تله ٩٢): د نا امنيو له امله د ننګرهار له بټي کوټ ولسوالۍ له بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کډوالو او بيا راستنېدونکو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د يادې ولسوالۍ له ١٧٢ بې ځايه شوو کورنيو سره ياده مرسته وشوه.
دى وايي، چې له يادو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته د نړيوال خوراکي پروګرام (ډبليو،اېف، پي) له لوري شوې او د غيرې خوراکي توکو مرسته د يونيسېف ادارې له لوري وشوه.
غلام حيدر وايي: ((هرې کورنۍ ته د اشپزخانې سامان، سل کيلو غنم، اوه نيم لېتره غوړي، دوولس کيلو دال او داسې نور شيان ورکړل شول.))
د ده په خبره، چې ياد مواد يې د دوو مياشتو لپاره ورکړي او دوه مياشتې وروسته به نوره هغه مرسته چې د وزارت او يا هم د نورو مرستندويه موسسو له خوا کېږي په اړو کورنيو ووېشي.
فقيرزي وويل، چې له يادو مرستو سره يې د بټي کوټ ولسوالۍ شاوخوا له زرو کورنيو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته کړې ده.
د بټي کوټ د باريکاب اوسېدونکى قاري هجران پژواک اژانس ته وويل، چې د نا امنيو له امله د روداتو ولسوالۍ کابل کمپ ته کډه شوى چې د سرپناه له ستونزو سره، سره د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
دى وايي: ((دولت بايد زموږ په خپلې ولسوالۍ کې امنيت راولي بيا دې له موږ سره مرسته هم نه کوي، خو موږ لومړى سوله غواړو.))
د يو بل خبر له مخې، په خوست ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د پنځو ولسواليو او دريو اداري واحدونو د کوپراتيفونو له ٢٤٩٦ بزګرانو سره د غنمو د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرې دمرستې د وېش لړۍ پيل شوه.
د والي وياند مبارز ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، چې د مرستو د وېش په مراسمو کې والي عبدالجبار نعيمي تر څنګ د ولايتي شورا مرستيال جان مير ځاځي د کرنې او مالدارۍ رييس ډاکټر نقيب الله، د سولې د کمېټې رييس مولوي حنيف شاه حسيني، د کوپراتيفونو په سلګونو غړو حضور درلود.
هغه زياته کړه، چې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو اوکيمياوي سرې دغه مرسته به دبزګرانو زياتې اړتياوې پورې اوزياتې ستونزې به هواري کړي .
د نوموړي په وينا، په دې لړ کې به ٦٤ ټنه د غنمو اصلاح شوى تخم،٦٤ ټنه توره سره ياDAP او ١٢٩ټنه يوريا به دنادرشاه کوټ، دومنده، اسماعيل خېلو مندوزيو، ځاځي ميدان، عليشېر ولسواليو، متون، شمل او لکڼ اداري واحدونو د سيمو د کوپراتيفونو پر غړو او بزګرانو باندې ووېشل شي.
د خوست والي له بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرې د مرستې په اړه خوښي څرګنده کړه او دغه مرسته يې د کرنيز پرمختګ، بزګرانو د ستونزو د هواري او حاصلاتو د لوړاوي په برخه کې ګټوره ياده کړه.
نوموړي وويل، چې د شوې مرستې ټول لګښت ١١ميليونه او ٢٢٣زره افغانۍ کېږي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له انکشافي بودجه څخه ورکړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP