Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له چاودېدونکو توکو بار موټر ونیول شو

ښرنه (پژواک، ١٧ تله ٩٢): د پکتیکا ولایت چارواکي وایي، د دې ولایت په سرروضې ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو بار موټر له دوو تنو سره یوځای نیول شوى دی.

د دې ولایت امنیه قوماندان دولت خان ځدراڼ د تلې په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه موټر نن ماسپښین مهال پولیسو د سرروضې ولسوالۍ د دوراهۍ په سیمه کې نیولی دى.

دى زیاتوي، په دې هېنو موټر کې لومړی چاودېدونکي توکي او له پاسه پرې لرګي ایښودل شوي، چې د تلاشۍ پرمهال پولیسو نیولی دى.

د هغه په وينا، له دې موټر سره یې دوه تنه موټرچلوونکي هم نیولي، چې د پکتیا ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

ځدراڼ زیاتوي، یادو کسانو غوښتل دغه توکي له میرانشا څخه د کابل د څرخي پله سیمې ته ولېږدوي او هلته ترې په چاوېدونکو توکو جوړولو کې ګټه واخلي.

امنیه قوماندان وویل، له نیول شویو کسانو څېړنې روانې دي او هم به دغه توکي تشخیص کړای شي.

نوموړى همداراز وایي، له دې موټر سره په تړاو یې دوه نور خالي موټرونه هم نیولي دي.

وسله والو طالبانو که څه هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ذبیح الله مجاهد دعوه کړې، چې د پکتیکا ولایت له ګومل ولسوالۍ سره نږدې سیمه کې یې پر پولیسو چاودنه کړې او درې پولیس یې وژلي دي.

خو چارواکي د دوی دعوه بې بنسټه بولي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.