جلال اباد (پژواک ١٧ تله ٩٢): چارواکي وايي چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د شاهين ١٩ عملياتو پر مهال ٣٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د شېرزادو په ولسوالۍ کې د شاهين ١٩ په نوم چاڼيز عمليات د ملي اردو تر رهبرۍ لاندې د افغان ګډو ځواکونو له لوري پيل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې تر دې دمه ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.
ده وويل، چې په وژل شوو کې درې سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي او ځيني يې بهرني وسله وال دي.
ډګروال هاتفي وايي، چې له وژل شوو او ټپيانو څخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم لاسته راغلي دي.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو د وياند په وينا، د عملياتو له پيله ځاى، ځاى جګړې هم رامنځته شوې دي، اولس وسله وال چې په يوې سيمه کې کلابند وو، د تېښتې په حال کې نيول شوي دي.
ده زياته کړه، چې په نيول شوو کې اوه د شمالي ولايتونو او درې نور د پاکستان د پنجاب اوسېدونکي دي.
هاتفي وايي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د ملي پوليسو يو اکمالاتي قطار هم له يادې ولسوالۍ څخه تېر شو.
نوموړي وويل، چې په عملياتو کې عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د ملي اردو پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دى وايي: ((دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.))
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد بيا پژواک ته وويل، چې ياد عمليات به تر هغو د امنيتي ځواکونو له لوري دوام ورکړل شي څو ياده سيمه د وسله والو له شتونه نه وي پاکه شوې.
دى وايي، چې له تېرو دريو ورځو راهيسې ګډو افغان ځواکونو په يادې ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي، چې دا مهال د ځنګل، پيره خېل او يو شمېر نور کلي له وسله والو پاک کړي دي.
نوموړى هم مني چې په عملياتو کې ٢٠ وسله وال وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.
د ده په خبره، چې د وژل شوو په شمېر کې ښايي زياتوالى راشي ځکه چې د يو شمېر ټپيانو ټپونه ژور دي.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې د شېرزادو او خوګياڼو په ولسوالۍ کې يې د نښتو پر مهال لس دولتي سرتېري يې وژلي او ١٣ نور ټپيان شوي خو امنيتي چارواکي بيا د مجاهد ادعا په کلکه ردوي.
ياده دې وي چې شېرزاد د ننګرهار يو له هغو ناامنو ولسواليو ده چې څه موده وړاندې په کې د وسله والو او پوليسو تر منځ په نښته کې لسګونو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او دوى تر ٢٠ پورې پوځي موټر له منځه تللي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP