کابل (پژواک ١٧ تله ٩٢): د ملي امنيت عمومي رياست د يوه ځانمرګي، چې د لوى اختر په ورځو کې يې په کابل کې د بريد هوډ درلود، د نيولو خبر ورکړى دى.
د دغه رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه کس حضرت الله نومېږي او د (جواد او ابوبکر) په نومونو مشهور او د خوست ولايت اوسېدونکى دى، چې د وزيرستان په ټل مدرسې کې يې زده کړې، کړې دي.
سرچينې زياته کړه: “هغه د حقاني ترهګرې شبکې په مرکزونو کې د جلب او جذب مسوول عبدالله له لوري، ځانمرګي بريد ته هڅول شوى او د هغه په امر يې غوښتل، چې د لوى اختر په ورځو کې په کابل کې ځانمرګى بريد تر سره کړي.”
د ملي امنيت رياست زياته کړې ده، چې دغه کس په خپلو لومړنيو څېړنو کې ويلي، چې له يوې مياشتې څخه زياته موده کې يې د وزيرستان په ټل سيمه کې د چاودنې او چاودېدونکي واسکټ زده کړې او د وسلې کارول، له پاکستاني، عربي او ازبکي استادانو څخه ترلاسه کړې دي.
د سرچينې په وينا، دغه کس زياته کړې، چې په ياده سيمه کې به ورته جعلي او تبليغاتي فلمونه ښودل کېدل او هغه د دغو فلمونو تر اغېز لاندې هم راغلى او ځانمرګي بريد ته چمتو کړى شوى و.
د ويلو ده، چې د کوچني اختر په شپو ورځو کې هم يوه اووه کسيزه ډله، چې په کابل کې يې د ځانمرګي بريدونو هوډ درلود، له وسلو څخه ډک سراچه موټر سره يو ځاى، د کابل په چهلستون سيمه کې نيول شوې وه.