کابل ( پژواک ۱۹ تله ۹۲) : امریکایي ځواکونو دیو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له افغان ځواکونو سره بندي د پاکستانیو طالبانو مهم قوماندان نیولی او له ځانه سره یې وړی دی.
امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د تلې په ۱۹مه، خبر ورکړی چې ځانګړو امریکایي ځواکونو دا عملیات پرون په لوګر ولایت کې ترسره کړی دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې امریکایي ځواکونو پاکستانی طالب قوماندان لطیف مسعود نیولی او له ځانه سره یې وړی دی.
په راپور کې راغلي دي چې افغان ځواکونو لطیف مسعود له ډیرو هڅو وروسته دې ته تیار کړی و، چې ورسره د سولې لپاره خبرې وکړي.
سرچینه وایي، چې افغان ملي ځواکونو لوړ پوړو چارواکو سره د خبرو په موخه روان کړی و، چې په لاره یې پر کاروان امریکایي ځواکونو پرې عملیات ترسره کړل او مسعود یې تر نیولو وروسته باګرام ته ولیږدولو.
بلخوا دافغانستان حکومت د امریکايي ځواکونو پر دې عملیاتو نیوکه او احتجاج کړی دی.
دولسمشر ویاند ایمل فیضي ویلي چې ددې موضوع په اړه به کابل ته راغلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره په لوړه کچه خبرې وشي.
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې لطیف مسعود دپاکستانیو طالبانو د مشر حکیم الله محسود مرستیال و او له پاکستان حکومت سره د خبرو ملاتړ یې کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP