Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جان کیري ولسمشر کرزي سره “بیړنیو”  خبرو لپاره کابل ته راغلی

کابل ( پژواک ۱۹ تله ۹۲ ) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ولسمشر حامد کرزي سره د بیړنیو خبرو لپاره په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی دی.

تر دې مخکې په واشنګټن کې دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان سپاکو په یوه خبري غونډه کې وویل چې جان کیري به په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په یو لړ مهمو موضوع ګانو خبرې وکړي.

بلخوا له ارګ څخه پژواک اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې د یو رسمي سفر لپاره کابل ته راغلی، نن ماښام یې د افغانستان  له جمهوررئیس حامدکرزي سره په ارګ کې وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په پام کې ده چې جمهوررئیس حامدکرزی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي موافقه لیک په اړه چې تراوسه پورې  نهایي شوی نه دی، نن شپه خپلو مذاکراتو ته دوام  ورکړي.

جان کیري په داسې حال کې کابل ته راغلی دی چې پر امنیتي سند د کابل او واشنګټن ترمنځ یو لړ اختلافات پیدا شوي دي.

ولسمشر حامد کرزي بار بار دا په ډاګه کړي چې هغه مهال به دا سند لاسلیک کړي چې امریکا افغانستان ته امنیت او سوله راولي او دافغانستان ملي حاکمیت ته امریکا احترام ولري. 

دغه راز دافغان دولت ډیر فشار پر افغانستان د ګاونډیانو دیرغل پر مهال د امریکا رول او تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې دننه دامریکایي ځواکونو عملیات دي.

ولسمشر کرزي څو ورځې مخکې  اعلان وکړ، چې د امنیتی سند په اړه به لویه مشورتي جرګه پریکړه کوي او ددې جرګې د امنیت لپاره یې یو کمیسیون هم جوړ کړی دی.

امریکا غواړي چې په راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې داتړون لاسلیک شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.