جلال اباد(پژواک١٩،تله٩٢) : چارواکي وايي، د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او د يو پوليس په ګډون پنځه نور ټپيان دي .
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د مومندرې ولسوالۍ د اته ويشتمې او اوه ويشتمې ويالې تر منځ سيمه کې له غرمې مخکې له اتو تر لسو بجو نښته وشوه.
د ده په وينا، په دې نښته کې دوه وسلوال مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دى وايي ، چې په نښته کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.
د يو بل خبر له مخې ، پوليسو نن سهار د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د کابل هډې په سيمه کې د کتاب په نوم يو تن له وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په شک نيولى دى .
مشرقيوال وايي، چې کتاب په جلال اباد کې د وسلوالو طالبانو يو سرګروپ دى .