Language

اندړو کې د يوې لويې چاودنې مخه ونيول شوه

غزني ښار (پژواک ۲۰ تله ۹۲): چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يې د يوې لويې چاودنې مخه ونيوله.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو مخالفينو د يادې ولسوالۍ پر ودانۍ د بريد پلان درلود او د دې لپاره يې يو هينو موټر له چاودېدونکو توکو ډک کړى و.

د ده په وينا، له چاودېدونکو توکو ډک دغه موټر پرون مازديګر د ولسوالۍ اړوند د بسانې په کلي کې تخنيکي ستونزه پيدا کړې وه او د راپور له ترلاسه کولو وروسته امنيتي ځواکونه او پاڅونوال سيمې ته ورغلل او ياد موټربم ته يې چاودنه ورکړه.

ولسوال زياتوي، چاودنه ډېره زوروره وه او له امله يې د شاوخوا نږدې کليو د کورونو ښيښې ماتې شوي، خو د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

 د ديسيوال په خبره، د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په سيمه کې نښته هم رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې درې وسله وال وژل شوي دي.

خو د غزني د والي وياند فضل الرحمن سباوون وايي، په چاودنه کې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو دوه سرتېري لومړى ټپي شوي وو، خو وروسته يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د نوموړي په وينا، چې په دغه ډول کړنو سره وسله والو غواړي د اختر لپار د خلکو خوښي په غم ور بدله کړي.

د سيمې اوسېدونکي اخترمحمد پژواک ته وويل، چې دغه موټر ولسوالۍ ته روان و، چې په لاره کې بند شو.

هغه له امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې پر وخت يې د يوې بدې پېښې مخه ونيوه او موټر ته يې چاودنه ورکړه.

 د دې چاودنې غږ ٣٠ کيلومتره لرې د غزني په ښار کې هم اورېدل شوى دى.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر واخلو، خو بريالي نه شوو.

Related Topics