Language

د جلال اباد په پېښه کې ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک ٢٠ تله ٩٢): د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مخې ته نن سهار په شوي ځانمرګي بريد کې د دوو ملکي وګړو او دوو پوليسو په ګډون ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه نن (د تلې ٢٠مه) سهار شاوخوا اوه نيمې بجې په  جلال اباد ښار کې د امنيه قوماندانۍ د دروازې مخې ته رامنځته شوې ده.

د ننګرهار امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې بريدکوونکي امنيه قوماندانۍ ته د ننوتو هڅه کوله.

د هغه په وينا، چې ځانمرګي د پوليسو له خوا تر پېژندلو او ډزو وروسته ځان ته چاودنه ورکړه.

د شېرزاد په وينا، په دې پېښه کې دوه پوليس او يو ملکي وګړى وژل شوي، دوه پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان دي.

خو د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک  اژانس ته وويل،  چې په دې پېښه کې دوه پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هغه په وينا، دوه عام وګړي او د يوه ترافيک په ګډون پنځه پوليس په دې پېښه کې ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې له سيمې ورته دوه د پوليسو جسدونه او اته ټپيان ور وړل شوي دي.

عيني شاهد محمداسحاق پژواک ته وويل، چې په ياد کرولا موټر کې ناست ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل، چې امنيه قوماندانۍ ته داخل شي، خو د پوليسو له لوري ودرول شو او چاودنه رامنځته شوه.

تر يادې پېښې وروسته په جلال اباد کې دوه نورې چاودنې هم شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر معصوم خان هاشمي پژواک اژانس ته وويل، چې  دا چاودنې قول اردو ته څېرمه د مجبور اباد په سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټرو شوې دي.

دى وايي، چې په يوه چاودنه کې يو رينجر لږ زيانمن شوى، خو ځاني زيان يې نه درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو چاودنو او ځانمرګي بريد په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.