جلال اباد (پژواک٢٠تله٩٢): د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د راکټي بريد له امله ١٤ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دواب ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عنايت الله د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن مازيګر ناوخته ناپيژاندو وسله والو د دواب ولسوالۍ په بازار کې پر ملکي وګړو راکټي بريد کړى ، چې له امله يې ګڼه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
امنيه قوماندان وايي، چې په پيښه کې شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
ده زيات کړه: ((په ټپيانو کې يې د ډېرى روغتيايي حالت بيخي نازک دى ښايي يو شمير يې ژوند له لاسه ورکړي.))
دى وايي ، چې په نورستان کې د ټپيانو لپاره د درملنې وړ شرايط هم نه دي برابر او پکار ده، چې ننګرهار ته واستول شي.
د سيمې اوسيدونکي سلطان مير پژواک ته وويل ، چې د راکټ بريد د خلکو په منځ کې شوى، چې له امله يې له پنځلسو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
تر اوسه د ياد بريد مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستى.
د نورستان ولايتي چارواکو د ياد بريد په اړه خپله اندېښنه څرګنده او زياته کړې يې ده، چې په اړه يې جدي پلټنې روانې دي، تر څو عاملين يې ونيول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د يوناما د يوه راپور له مخې، سږ کال په ختيځ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ٤٥ سلنه لوړه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP