Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې له غاصبينو سلګونه جريبه ځمکه را وګرځول شوه

کندوز (پژواک ٢٠ تله ٩٢): په کندوز ولايت کې له ٨٠٠ جريبه غصب شوې ځمکې څخه د زور واکو تاو شوې څلوردېوالۍ نړول شوې او ياده ځمکه د ځينو زور واکو په نيولو له دوى څخه خلاصه شوې ده.

دغه دولتي ځمکې د کندوز ښار ختيځ ته په عسقلان ساحه کې موقعيت لري او نن د سيمه ييزو چارواکو پر وړاندې د بلډوزرونو په مرسته ويجاړې شوې دي.

د کندوز مرستيال والي حمدالله دانشې د دې اندازه ځمکې د ويجاړونې په مراسمو کې وويل، چې زور واکو دغه ځمکې غصب کړې او بيا يې ترې څلور دېوالي را تاو کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په لومړي قدم کې دغه څلور دېوالي نړول شوې او په کې ښکېل کسان د خپلسرو کورونو جوړولو په تور د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي او ټاکل شوې، چې ځمکې هم ترې واخيستل شي.

د کندوز مرستيال والي وايي، چې دغه ګام يې د ولسمشر کرزي د ٤٥مې ګڼې فرمان له مخې اخيستى دى.

د دغه فرمان له مخې ټول هغه ملکيتونه او ځمکې، چې د اشخاصو او افرادو له خوا په بېلابېلو نومونو نيول شوې، بېرته بايد دولت ته وسپارل شي.

دانشي زياته کړه، ټاکل شوې، چې په راتلونکي کې هم دغه پروګرام پر نورو غاصيبينو پلى شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سيمه ييزو چارواکو د راپور له مخې، اوسمهال تر ٩ زرو جريبو پورې ځمکه د زورواکو او د ځمکې مافيا په لاس کې ده.

ځيني نا تاييد شوي راپورونه دا هم وايي، چې په دغه ولايت ٣٠ زره جريبه ځمکه غصب شوې او خپلسري کورونه پرې جوړ شوې دي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبادالله تلوار وايي، چې دغه پروګرام به په پرېکنده ډول دوام ولري او کوم کسان چې د زور او وسلې پر مټ د دولت پر وړاندې درېږي، وبه يې نيسي او دولت ځمکې يا ملکيتونه به هم ترې واخيستل شي.

که څه هم په دغه ځاى کې د دولت په وينا د ځمکو غاصبين او پرې د شخصي ملکيتونو جوړوونکي نه معلومېدل، خو د کندوز د والي وياند عنايت الله خليق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ځمکې يې د محکمې د حکم او پرېکړې له مخې دولت ته ګرځولې دي.

هغه زياته کړه، چې د ځمکې غاصبينو او زورواکو ته يې احوال ورکړى او د ولايت مقام ته يې را غوښتي وو، څو دولتي ځمکې پرېږدي، خو د ولايت مقام خپل دا تصميم له غونډې وروسته هم د هغوى د بې پروايۍ له امله نيولى دى.

خليق زياته کړه، چې له دغو ځمکو څخه يواځې يوه کس څلور ديوالي تاو کړې وه، چې يواځې يوه کوټه ورته پاتې شوه او هلته يې هم د کورنۍ غړي اوسېږي.

هڅه مو وکړه، چې په سيمه کې له هغو کسانو سره هم اړيکه ونيسو، چې پر دې ځمکه يې کورونه جوړ کړي، خو ونه توانېدو. په تېر کې بيا ډېرو ادعا کوله چې د پخواني پاچا محمدظاهر شاه د سطلنت داسې اسناد لري، چې له مخې يې دا ځمکې د دوى ملکيت ثابتوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.