Language

ولسمشر  په غزني او نورستان کې  پر ملکي وګړو شوي بريدونه وغندل

  کابل( پژواک،٢١ تله ٩٢) : ولسمشر حامدکرزي د غزني  ښار پرمرکزي جومات او د نورستان  د دوآب  ولسوالۍ پر مرکز  بريدونه  وغندل.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنيو له دفتره پژواک اژانس په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن ماسپښين د افغانستان د خلکو دښمنانو د غزني ښار د مرکزي جومات په دروازه کې ځای پرځای کړی ماين وچولو، چې له امله يې دوه تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

خبرپاڼه کاږي، پرون مازيګر د نورستان د دوآب ولسوالۍ پر مرکز باندې د يوه توغندي په بريد کې ، چې يوه جومات ته څېرمه ولګېده، له امله يې اوه تنه هېوادوال وژل شوي او اته تنه نور ، چې د مازيګر د لمانځه  لپاره جومات ته روان وو ټپيان شول.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشرکرزي پر جوماتونو او د خلکو د تګ راتګ پر سيمو باندې د بريدونو ترسره کول په کلکه وغندل او هغه يې د ټولو اسلامي او انساني آرزښتونو پرخلاف د افغانستان د خلکو او د اسلام  د دښمنانو کار و باله.

خبر پاڼه زياتوي،ولسمشر په دغو بريدونو کې د وژل شويو او ټپي شويو کورنيو ته د   خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته  د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتيا هيله کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.