چاريکار (پژواک ٢١ تله ٩٢): حکومت په پروان کې سلګونو شرکتونو او هټيو ته ګواښ وکړ، چې که تر دوو اونيو خپله ماليه تحويل نه کړي، نو وبه تړل شي.
د پروان د مستوفيت رييس عبدالديان فايض خبريالانو ته وويل، چې سږ کال په دغه ولايت کې له ٢٩٦ بېلابېلو شرکتونو څخه ٣٣ شرکتونو او د دغه ولايت په مرکز کې له ٢٩٦٣ هټيو څخه ٦٢٤ يې ماليه ورکړې ده.
هغه وويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د يادو شرکتونو او هټيو ټوله ماليه څه باندې ١٨٥ ميليونه افغانۍ شوې ده.
دى وايي، دا په داسې حال کې ده، چې د ماليې وزارت د پلان له مخې بايد د کال تر پايه په دغه ولايت کې څه باندې ٢٦٢ ميليونه افغانۍ ماليه راټوله شي.
فايض وويل، چې له ماليې د فرار ستونزې د څېړلو په موخه په دې وروستيو کې د ولايت د بېلابېلو ادارو له استازو يوه کمېټه جوړه شوې ده.
د هغه په وينا، دې کمېټې له ماليې فرارکوونکو شرکتونو او د هټيو مالکانو ته وخت ورکړى، چې په راتلونکو دوو اونيو کې خپله ماليه حکومت ته وسپاري.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، دوې اونۍ وروسته به هغه هټۍ او شرکتونه وتړل شي، چې ماليه يې نه وي تحويل کړې.
فايض وايي، نه شي ويلاى چې پر يادو هټيو او شرکتونو څومره ماليه پاتې ده.
ده تېر کال په پروان کې د دولت د عوايد کچه ونه ښوده خو ويې ويل، چې له ماليې د فرار ستونزه په تېرو کلونو کې هم وه .