Language

ترافيکي پېښه کې د ميدان وردګو د کرنې رياست درې کار کوونکي مړه شول

ميدان ښار(پژواک ٢٢ تله ٩٢): د ميدان وردګو ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست يو سلاکار او دوه مديران د يوې ترافيکې پېښې له امله ووژل شول.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه درې تنه پرون مازديګر له دندې وروسته کابل ته پر لاره وو، چې موټر يې د ارغندۍ په سيمه کې له يوه بل کرولا موټر سره ټکر وکړ.

هغه زياته کړه، چې د يادې پېښې په مړه شوو کې د کرنې او مالدارۍ رياست سلاکار انجنير زرخان، د املاکو مدير سلطان محمد او اجرائيه مدير سيد انور  شامل دي.

دغه راز په دې پېښه کې يو مُلکي وګړى ټپي شوى دى.

د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي پر ياده پېښه خپله خواشيني څرګنده کړې او د اختر په مبارکو ورځو کې يې له ټولو موټر چلوونکو غوښتنه وکړه، چې د تګ راتګ پر مهال له پوره احتياط څخه کار واخلي.