ښرنه (پژواک ٢٢تله ٩٢): د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي شکايت کوي، چې په ښار کې برېښنا نه لري او نه هم په دې برخه کې دولت پاملرنه کړې ده.
د ښرنې يوه اوسېدونکي محمدقاسم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د ښرنې ښار ډېر بدلون کړی او پراخ شوى دى.
نوموړی زياتوي، چې اوس د ښار ټول هټۍ وال، مارکېټونه او هوټلونه دوامداره برېښنا ته اړتيا لري.
د ده په خبره :((پنځه کاله وړاندې په دغه ښار کې د برېښنا پايې درول شوې، مزي يې تېر کړي، خو د وخت په تېرېدو مزي پرې شول او پايې له منځه ولاړې، موږ تر اوسه برېښنا نه لرو.))
د ښرنې ښار يو بل اوسېدونکی سلام، چې د خوراکي توکو لوی پلورنځی لري وايي، له مازديګر وروسته ښار تياره وي او خلک خپل دوکانونه تړي.
د ده په خبره، د برېښنا د نه شتون له امله د ماښام له لوري هټۍ تړلې وي او ښاريان، چې د اخيستلو کومه اړتيا ولري، تر سهاره په تمه وي.
سلام زياتوي، که چېرې ښار برېښنا ولري، د شپې له لوري به هم ډېری پلورنځي خلاص وي او د هټۍ والو کاروبار به هم ښه روان وي.
د ښرنې ښار د دوکاندارانو اتحاديې غړی عزيزالله په دغه ښار کې برېښنا لويه اړتيا بولي او زياتوي چې ښاريان، هټۍ وال، په ښار کې شرکتونه او دولتي ادارې ټول يې برېښنا ته اړتيا لري.
د ده په خبره، که دولت په دغه ښار کې د برېښنا اسانتيا رامنځ ته کړي، ښار به نور هم وده وکړي.
د مدني ټولنې فعال نعمت الله خالد پژواک اژانس ته وويل، چې په پکتيکا کې ډېر داسې ځايونه شته که د برېښنا بندونه پرې وتړل شي، زرګونه خلک به بنسټيزه برېښنا ولري.
د ده په وينا، که چېري د پلتو، زامې او پارک په سيمو کې بندونه وتړي، له يوې خوا به د دغو بندونو له اوبو کروندګر ښه ګټه واخلي، له بلې خوا دغه بندونه د دې وړتيا لري چې ډېری پکتيکاوال يې له اوبيزې برېښنا برخمن شي.
د پکتيکا د برېښنا سر پرست امر اسدالله هم دا مني، چې د ښرنې ښاريان برېښنا ته ډېره اړتيا لري.
نوموړي پژواک ته وويل، څه موده مخکې د دوى له ډېرو هلو ځلو وروسته برېښنا شرکت پکتيکا ته څو انجنيران را استولي وو ، د ښرنې ښار سروې يې وکړه او نقشه يې واخيسته.
دی وايي، د پکتيکا لپاره د برېښنا د (۶۳۰) واټه دوه جنراتورونه منظور شوي او هلې ځلې روانې دي څو د مسلکي انجنيرانو په واسطه په ښرنه کې د برېښنا سيستم فعال کړي.
د برېښنا امر زياتوي: ((هېڅ کوم انجنير دې ته زړه نه ښه کوي چې پکتيکا ته راشي د برېښنارياست پکتيکا ته دغه انجنيران ژر را واستوي، ځکه خلک د برېښنا د نه شتون په وجه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
اسدالله زياتوي، تر اوسه د خپل امريت لپاره دفتر او ودانۍ هم نه لري، خو د ولايت د اداري شورا د پرېکړې له مخې د اوبو اوانرژۍ رياست بايد نوموړي ته د دفتر لپاره څو خونې ځانګړې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP