جلال اباد (پژواک٢٤تله٩٢): د نورستان په کامديش ولسوالۍ کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې اوپه وانت وايګل کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه وسله وال وژل شوي دي.
د نورستان والي محمد تميم نورستاني د تلې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له څو ساعتونو راهيسې د نورستان د کامديش په ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري د پوليسو پر پوستو بريد شوى، چې له امله يې نښته رامنځته شوې او لا هم دوام لري.
دى وايي: ((يو پوليس وژل شوى او په کې دوه ښځې او يو سړى هم ټپيان شوي دي.))
دى وايي چې لا هم په سيمه جګړه روانه ده .
بلخوا د نورستان د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال غلام فاروق پژواک ته وويل ، چې د وسله والو له لوري د هاوان يو شمير مرمۍ هم د ملکي وګړو پر کورو نو لګيدلي، چې له امله يې ګڼ شمېر تلفات رامنځته شوي دي.
دى وايي چې تر دا مهاله د زيان په اړه دوى ته کوم کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
له بلې خوا د نورستان په وانت وايګل ولسوالۍ کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه وسله وال وژل شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، چې تيره ورځ ناوخته د وانت وايګل ولسوالۍ په دروازګۍ سيمه کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دغه دوه وسله وال وژل شوي دي.
ده زياته کړه: (( يادو وسله والو په ورانکارو کړنو کې ډيره فعاله ونډه درلوده.))
دى وايي ، چې تر دې مهاله په نورستان کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې شاوخوا پنځوس بريدونه شوي ، چې لسګونه وسله وال په کې وژل شوي دي.
د يادې پيښې په اړه وسله والو مخالفينو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP